Banner

د ژباړې يوه وړه تجربه

30.06.2010 07:25

د ژباړې يوه وړه تجربه

[اوښکې ته!

مه څاڅه- بېرته ستنه شه. د پښتنې غوندې کرار پر کاله کښېنه؛ آواره ګي مې درباندې نه لورېږي.

مه څاڅه- بېرته ستنه شه. دلته دې څوک په سمه بيه نه اخلي؛ ما ښار او بازار دواړه کتلي دي.

خو که نه ايسارېږې او خامخا څاڅې، نو بيا د باران د هغه څاڅکي غوندې وڅاڅه چې د صدف د زړه تل ته ورکوزېږي.

او چې داسې وڅاڅې، نو نظم به درکې پيدا شي او ټپه به شې. او چې نظم در کې پيدا شو او ټپه درڅخه جوړه شوه، نو بيا له بېلتانه وېره نه ده په کار. بيا نو د لوړ ارمان له پاره وڅاڅه؛ خو ګوره چې د جانان په تمه نه- بلکې د جانان له پاره به څاڅې!]

ـ ـ ـ ـ

پاسنی مطلب د ښاغلي مجيد الله قرار د هغه يوه شعر منثوره بڼه ده چې نولس بندونه لري او ((اوښکې ته!)) يې ليکلی دی. فکر کوم چې د نظم درسته محتوا په پاسنيو څلورو لنډکيو پاراګرافونو کې راونغاړل شوه. خو پر وزن، قافيه او رديف سربېره چې کوم شيان د نظم په منثوره بڼه کې فوت شول، هغه په نظم کې کارېدلي، دا لاندې ترکيبونه او تعبيرونه دي:

*        په زړه اخيستل،

*        ماشوم په پتاسه کرارول،

*        د ماتو زړونو ناکام،

*        د استغنا کلمه ويل،

*        پښتنه کېدل،

*        ګرېوان په اسوېليو وچول،

*        د رڼو اوښکو بازار،

*        اوښکه شومېدل،

*        اوښکنه ټپه کېدل، او

*        اوښکه مجنون کېدل.

شاعر په خپل دغه شعر کې د اوښکو سلسله د شاعر له بيت سره تشبيه کړې ده. دا يوه نوې او ښکلې تشبيه ده. خو له بده مرغه چې نثر ته اړولو کې له پامه پرېوته.

دا چې په يوه ژبه کې دننه له نظم څخه نثر ته د يوه مطلب اړول دومره تاوان لري نو له يوې ژبې څخه بلې ته د يوه مضمون او مطلب اړولو کې د ژباړن په وړاندې ستونزې او محدوديتونه خو بېخي د کتو دي!

درځئ چې اوس د ښاغلي قرار شعر د هغه په اصلي شکل او قالب کې ولولو:

اوښکې ته!

اوښکې در وګرځه ستنه شه بېرته

بېچارګۍ تر کومه کومه به ځې

په کاله کېنه، پښتنه شه بېرته

آوارګۍ تر کومه کومه به ځې

 

اوښکې در وګرځه ستنه شه بېرته

زه ګرځېدلی يم ما ښار پوښتلی

دلته يې په سمه بيه نه پېري څوک

ما د رڼو اوښکو بازار پوښتلی

 

ما نن د ډېرو اوښکې ولېدلې

چا خريدار ورته موندلای نشوای

چا بيا په نيمه خېټه وچه ډوډۍ

په څو څو ورونو کې پلورلای نشوای

 

چا ماشومانو به تر ډېرو ژړل

بيا به کرار شول په يوه پتاسه

ښه نو د زرو اوښکو بيه شوله

په دې بازار کې يوه پيسه پتاسه؟

 

چا بيا د يوې مړاوې مسکا په بدل

يوه لپه اوښکې تويولې بل ته

د ماتو زړونو له ناکامه به يې

په لپو لپو ور تللی بل ته

 

ډېر ګرېوانه اسوېلو وچول

د ډېرو اوښکې پر درۍ څڅېدې

د ډار مسکا به وه، مسکا به هم وه

اوښکې به هم نرۍ نرۍ څڅېدې

 

ډېر محفلونه مې تر پام تېر کړل

اوښکې پر هر مناسبت ورېدې

د ډېرو اوښکې خو کټ مټ د سلطان

د شاعرانو قصيدو ته کېدې

 

اوښکې، يوه پاکه مشوره درکوم

که په زړه ځای لرې په زړه يې واخله

د زړه له تله دې خواخوږی يمه

باور په خدای لرې، په زړه يې واخله

 

ستا سلسله لکه يو بيت د شاعر

چې يې الفاظ له مايوسۍ ډک وي

چې د ورک سُر په لټه لټه کې يې

له هر يولفظ نه ارام ورک وي

 

منم احساس د غربت ډېر لرې ته

غريب هغه وي چې الله نه لري

اوښکې د ځان په قدر و پوهېږه

په خدای چې هيڅوک دې بها نه لري

 

ته لکه څاڅکی د باران شه اوښکې

چې د نهنګ په زړه کې ښکته شي بيا

ورڅخه لعل او جوهر جوړ شي

له ډېر قېمته بې قېمته شي بيا

 

کله چې ته له سترګو وڅڅېږې

يوه سلسله به شې منظومه به شې

سوز به دې و رسي تر ډېرو زړونو

يوه ټپه به شې منظومه به شې

 

ته به ګويانه شې، بيان به وکړې

ته به دلوی حسن ثنا ووايې

بيابه ايمان راوړې د مينې په خدای

چې کلمه د استغنا ووايې

 

پام چې نفرت له بېلتانه و نه کړې

ته هر بېلتون وګڼه شرط د وصال

ته کوم ښایسته پير ځان ته ولټوه

ورنه شروع کړه فلسفه د جمال

 

منمه اوښکې چې به ډېر ابليسان

د ځان درنې د بېلتون سپکې وايي

ډېر ابليسان دي چې په دې عصر کې چې

خپلو ځانونو ته ملکې وايي

 

منم چې ډېر خلک بېلتون نه مني

منم چې لږ خلک يې تاب راوړي

بېلتون خو سم لکه ايلچی د دوزخ

چې چاته زېری د عذ اب راوړي

بېلتون خو سم لکه مين ته چې څوک

له خپل مينه رټ ځواب راوړي

بېلتون خو سم لکه ملکه د وحی

چې آيتونه د عتاب راوړي

بېلتونه خو سم لکه وطن ته چې څوک

بله ناندره د انقلاب راوړي

 

ډېر ابليسان به داسې وي هم وي چې به

تا وېروي چې اوښکې شومه به شې

د هر جنون انجام فنا دی اوښکې

لکه مجنون به شې، محرومه به شي

 

اوښکې د چا د تمې اوښکه مه شه

د لوړ ارمان له پاره و څڅېږه

د خپل جانان په تمه مه تويېږه

د خپل جانان له پاره و څڅېږه.