Banner

ځينې اشتباه د ګناه هومره لويه وي!

26.07.2010 06:26

ځينې اشتباه د ګناه هومره لويه وي!

((القرآن الکريم، له پښتو ترجمې سره)) د قرآن شريف هغه نسخه ده چې فضيلتمآب مولانا قيام الدين کشاف د مرحوم علامه سيد ابوالاعلی مودودي د اردو ترجمې او تفسير (تفهيم القرآن) په مرسته پښتو کړې او د افغانستان د پوهنې وزارت په  ۱۳۸۸ لمريز هجري کال  کې په ډېر ښه قطع او صحافت چاپ او خپره کړې ده. الله تعالی دې ټولو هغو حضراتو ته چې د دغې نسخې د چاپ او خپراوي له پاره يې هڅې او هلې ځلې کړې دي، په دنيا او آخرت کې لوی اجر ورکړي. يقينا چې له دې کار سره به مسلمانانو، په تېره بيا پښتنو ته لوی دنيوي او اخروي خير او برکت ورسېږي. دلته فقط د دغو هڅو او هلو ځلو د ذکر په ترڅ کې چې د دغې نسخې په سر کې شوی، ځينو اشتباه ګانو ته د ثواب په نيت اشاره کوم.

د قرآن شريف د دغې نسخې په سر کې د پوهنې د وزارت په نامه د افغانستان د علماوو د سراسري شورا د رئيس او پخواني قاضی القضات شيخ الحديث فضل هادي شينواري غوښتنليک، د هغه له امضاء سره، جنسا چاپ شوی او ورپسې د پوهنې د وزير ښاغلي فاروق وردګ يادښت راغلی دی. شيخ الحديث د خپل غوښتنليک په ترڅ کې وايي:

((د قرآن مجيد پښتو ترجمه چې د هېواد د پښتو ژبې تکړه ليکوال او مفسر قيام الدين کشاف له خوا ترسره شوې، عامو او خاصو ته مقبوله او يو ځل مخکښې په کم شمېر کې د دولت له خوا چاپ شوې هم ده هيله ده چې د درسي مرستندويې په توګه يې په زيات شمېر کې چاپ کړئ ترڅو يې ګټه عامه شي.))

خو د شيخ الحديث په غوښتنليک پسې جوخت، د پوهنې د وزير ښاغلي فاروق وردګ په يادښت کې لولو چې:

((د پوهنې وزارت په اسلام باندې د هېواد د بچيانو د پوهولو له پاره د ديني علومو د درسي کتابونو د تأليف لړۍ روانه کړې چې قرآن کريم د اسلامي علومو د بنسټ او پياوړي مأخذ او منبع په توګه د ټولو په سر کې ځای لري.))

ښاغلی وزير د خپل يادښت په يوه بله برخه کې ليکي:

((د قرآن عظيم الشان دغه ترجمه چې د هېواد د نامتو عالم او د پښتو ژبې تکړه ليکوال قيام الدين کشاف له خوا ترسره شوې او يو ځل مخکې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چاپ کړې ده او له بېلابېلو تلويزيونو او راډيوګانو څخه خپرېږي او روانه، آسانه، بې کړکېچه، عام فهمه او د پښتو ادب او ګرامر په اصولو عياره ترجمه ده او په لوستلو سره يې هر ليک لوستی د قرآن کريم په مفاهيمو په آسانۍ سره پوهېدای شي. له همدې امله مو وپتېيله چې د قرآن عظيم الشان دا ترجمه د درسي مرستندوی په توګه چاپ کړو.))

په پاسنيو اقتباسونو کې ځينې داسې اشتباه ګانې شوې دي چې که پر وخت ازاله نه شي، نو د ګناه هومره لويېدلی شي؛ مثلا: 

-       شيخ الحديث فضل هادي شينواري او ښاغلي فاروق وردګ دواړو ((القرآن الکريم، له پښتو ترجمې سره)) درسي مرستندوی بللی چې د معارف په نظام کې ثانوي، حتی درېمګړی مقام، منزلت او حيثيت لري. په تعليمي نصاب او منهج کې لومړنی او اساسي توکی درسي کتاب دی. درسي مرستندوی يا درسي کومکی مواد هغه شيان دي چې يوازې د تدريس او زده کړې بهير آسانه او اغېزمنوي. په دې حساب، درسي مرستندوی وسيله ده- نه غايه. بناء، قرآن ته درسي مرستندوی ويل، له هره حيثه اشتباه ده- د پيدا ګوژۍ له نظره وي او که د دين د اصولو او اعتقاد له نظره.

-       ښاغلي وزير قرآن کريم د ديني علومو د درسي کتابونو په هغه لړۍ کې شامل کړی چې وزارت يې د تأليف پروګرام لري. د تأليف له لړۍ څخه د وزارت مراد ښايي د خپرونو لړۍ وي چې قرآن کريم به يې لزوما په سر کې وي. خو متن له بده مرغه دغه مطلب نه لېږدوي.

-       ښاغلي وزير د قرآن شريف دغه ترجمه د پښتو  ادب او ګرامر په اصولو عياره ګڼلې ده. مګر دې ته يې پام نه دی شوی چې د قرآن ترجمه خپل خاص اصول او اساسات لري. د قرآن د ترجمې اصول او اساسات دا دي چې قرآن په قرآن، قرآن په احاديثو، قرآن د اصحابو (رضی الله عنهم) په اقوالو، او قرآن د صالحو اسلافو (تابعانو او د تابعانو د تبعه وو) په ويناوو ترجمه شي چې دا د ترجمې اعتقادي اصول او اساسات دي. د قرآن د ترجمې په برخه کې دې دوو خبرو ته په خاصه توګه پام په کار دی چې يوه د قرآن ترجمه ده او بله د قرآن د ترجمې ژبه چې دواړه يوه له بلې د ثابت او متحول هومره څرګند توپير لري. بلې! د ترجمې ژبه که پرخپلو  صرفي، نحوي او بلاغتي قواعدو او ورسره ورسره خپلو فرهنګي ارزښتونو باندې برابره وي، نو د ترجمې ګټه بيا واقعا چې عامه او پوهه ورباندې آسانه ده.

-       له دې سره سره چې قرآن کريم، د ښاغلي وزير په وينا، د اسلامي علومو د بنسټ او پياوړي مأخذ په توګه د ديني علومو د درسي کتابونو د تأليف د لړۍ په سر کې ځای لري، خو بيا يې هم ((درسي مرستندوی)) ګڼلی؟! دلته د ښاغلي وزير په خبرو کې تناقض دی. دی خپله خبره پخپله نفي کوي.  کله يې درسي کتاب ګڼي او کله ورته درسي مرستندوی وايي!!

فکر کوم دغه يوه اشتباه د څه تخنيکي عارضې له کبله شوې ده او هغه نورې د بيړې له کبله. تخنيکي عارضه دا ده چې د پوهنې وزارت د چاپ له پاره معمولا معين مواد او معينه بودجه لري. وزارت غوښتي چې قرآن باندې د مسلمانانو د پوهولو له پاره هغه له پښتو ترجمې سره چاپ کړي. خو دا  چې قرآن له پښتو ترجمې سره په تعليمي نصاب کې نه دی شامل، نو د هغه د چاپ له پاره ځانګړې بودجې ته اړتيا لري او د بودجې جوړول ځانګړي دلايل غواړي. په دې برخه کې د وزارت ځانګړی دليل ښايي همدغه وي چې په لومړنيو او منځنيو ښوونځيو کې د تدريس او زده کړې د بهير د آسانولو له پاره د قرآن شريف دغه نسخه يو ښه درسي مرستندوی دی. او په همدې او دې ته ورته دلايلو يې مالي مرستندوی (ډونر) قانع کړی وي چې وزارت ته د هغه د چاپ له پاره بودجه ورکړي.

حقيقت دی چې په افغانستان کې به ډېر کم خلک د شيخ الحديث فضل هادي شينواري هومره په قرآن پوهېږي. مګر له دې سره سره، د قرآن شريف په ((درسي مرستندوی)) بللو کې ځنې اشتباه شوې ده او د انسان په حيث، ښاغلی شينواری وي- که ښاغلی وردګ يا بل هرڅوک- اشتباه ځنې کېدلی شي. خو دا چې وزارت کلام الله مجيد له پښتو ژباړې سره چاپ کړی، نو يقيني خبره ده چې مسلمانانو ته به يې د دين د زده کړې په برخه کې ډېر زيات فيض او برکت ورسېږي. هيله لرم چې د دغه عظيم کتاب په راتلونکيو چاپونو کې به دغه اشتباه ګانې سمې کړی شي او که وزارت د هېواد په نورو ژبو کې له ژباړې او تفسير سره د قرآن د چاپ اراده لري، نو چې هلته ځنې دغه وړ اشتباه ګانې ونه شي. پر دې سربېره، دا هيله هم لرم چې وزارت به په دې برخه کې له خپلو مالي مرستندويانو (ډونرانو) څخه د بودجې د ترلاسه کولو له پاره استدلال وکړي چې قرآن د مسلمانانو ((مؤمن به)) کتاب دی؛ که دغه کتاب د هغوی له پاره د هغوی  په مورنيو ژبو له ژباړې او تفسير سره چاپ او خپور کړی شي نو هغوی به اسلام باندې، چې د صلحې او سلم دين دی، ښه وپوهېږي؛ ترهګري او مخدر مواد به، چې مرستندويه ټولنه ورسره د چا خبره شديد حساسيت لري، له منځه ولاړ شي؛ او څوک به په آسانه منکراتو ته زړه نه ښه کوي.

په آخر کې بيا وايم چې قرآن شريف نه درسی مرستندوی دی او نه د پوهنې د وزارت تأليف!! او نه خو د قرآن ترجمه د کومې بلې ژبې د ادب او ګرامر پر اصولو عيارېدلی شي. د قرآن ترجمه جلا مفهوم دی او د قرآن د ترجمې ژبه جلا. دا يو ثابت شی دی او دا بل متحول. موږ البته د ترجمې ژبه د هغې د ګرامر او ادب پر اصولو برابرولی شو. او د پوهنې د وزير مقصد هم ښايي همدغه وي. خو الفاظو يې ورسره د مطلب په ارائه کولو کې مرسته نه ده کړې. د خامې انشاء يوه نخښه همدغه ده. مايوسه کېږو دې نه. هر څه په مشق او ممارست پخېږي. مګر هېره دې نه کړو چې مقدسات د مشق او ممارست تختې نه دي! والله علی ما نقول وکيل.