Banner

يوه هنري تابلو، يو متعالي ارمان

04.12.2010 09:32

زياتره به راسره فکر وو چې د مرحوم اجمل خټک د “جنت” نومي شعر د دا دومره لوی بري راز په څه کې دی چې څوک يې هم اوري، تعريف يې کوي؟ تر درې لسيزو زياته موده وشوه چې دغه شعر زما هم روغ رمټ په حافظه کې دی او چې کله مې هم چا ته اورولی، نو ستايلی يې دی. آخر مې ورباندې لږ څه فکر او غور وکړ.  تر دې وړاندې چې د خپل فکر او غور نتيجه مې درسره شريکه کړم، د خدای بخښلي دغه شعر به سره ولولو:  

جنت

د يو ملا نه مې تپوس وکړو

ما وې ملا صاحب جنت به څه وي؟

هغه په ګېډه لاس واهه ويل يې

“تازه ميوې او د شودو رودونه.”

خوا کې کتاب ته يو طالب ناست وو

ما وې چې ته به په کې څه ووايې؟

د زليخې کتاب يې بند غوندې کړو

وې چې “ښايسته حورې او شنه خالونه.”

شيخ د تسپو امېل په لاس ولاړ وو

په خپله ږيره کې يې لاس وهلو

ده پرې را ودانګل- نه- داسې نه ده

“ ښکلي غلمان او جنتي سرونه.”

يو خان په لويه سجده پروت پاڅېدو

 ما وې چې خان کاکا ستا څه رأيه ده؟

خپله شمله يې سموه ويل يې:

“د سرو او سپينو عنبري کورونه.”

خوا کې يو ستړى سيلېدو، ولاړ وو

ما وې مزدوره ته جنت پېژنې؟

د خپل تندي خوله يې وچه کړله

وې چې “مړه ګېډه خواږه خوبونه.”

يو لېونى غوندې په لار تېرېدو

ما وې چې يه فلسفې ته څه وايې؟

خپل ببر سر يې ګروو ويل يې

“بس دانسان د خوشحالو خوبونه.”

ما دې خپل زړه ته سر ورښکته کړلو

ده په اوترو سترګو بره کتل

دې شين آسمان ته غورېدو- ويل يې

ما اورېدل ترې دا يو څو لفظونه

ويل يې اى د لامکان خاونده

په خپل مکان کې خپل اختيار جنت دى

ګنې د دغه لېونتوب په نامه

که نار وي نار، که دار وي دار جنت دى.

ملا، طالب، شيخ، خان، مزدور، لېونی وزمه يا فلسفي، او شاعر د خدای بخښلي اجمل خټک “جنت” نومي شعر کې ياد شوي کرکټرونه دي. دغه شعر مناسب عمودي او افقي حرکت لري. ملا په پښتنه ټولنه کې د مراجعې ځای دی. هر کله چې څوک څه پوښتنه ولري، نو ملا ته ورځي او ځواب يې ځنې غواړي. ملا وايي چې څه دي که نه دي نو په دين کې دي. رحمان بابا رحمة الله عليه هم فرمايلي دي چې:

په دنيا کې که څه کار دی نود دين دی

د دې کار په کننده وو آفرين دی.

په دې شعر کې شاعر د جنت په باره کې، چې زموږ د هر يوه ارمان دی، له ملا نه پوښتنه کوي. د هغه ځواب اوري. خو د ملا په څنګ کې ناست طالب له پامه نه غورځوي. د هغه رأيه هم غواړي. که د خدای بخښلي اجمل خټک پر ځای بل څوک وای، نو ښايي چې د طالب د رأيې پر ځای به يې د ملا پر هغې اکتفاء کړې وای. مګر اجمل داسې نه دي کړي. د جنت په باره کې د ملا او طالب د انګېرنو له مماثلت سره سره يې ملا  او طالب په يوه کاڼي نه دي تللي. که څه هم چې د دواړو د رأيې تر شا د تنعم، عيش او عشرت څپې غورځنګونه وهي! پر دې سربېره، د جنت په باره کې د ملا او طالب تصوراتو كې بنيادي توپير د دوى له عمر او مدني حالت سره هم  اړه لري. ملا د پاخه عمر خاوند دى؛ ښايي واده يې كړى وي او اولادونه هم ولري. له دغسې بنيادم سره تر جنسي تندې د ګېډې غم زيات وي. خو طالب ځوان دی؛ ښايي مجرد وي او كورنۍ ته د نفقې برابرولو مكلفيت هم ونه لري. نو د عمر تقاضا يې هم دا ده چې روماني مسائل ورته تر نورو هغو مهم وي.

تر ملا او طالب وروسته، شاعر د شيخ حکايت کوي چې د ملا او طالب په خبرو کې وردانګي او خپله خبره کوي. شيخ ګوري چې “ښايسته حورې” او “شنه خالونه” ځنې طالب لاندې کړل، نو دی له واره “ښکلي غلمان او جنتي سرونه” يادوي. د شيخ او طالب ترمنځ، چې دواړه د جومات وګړي دي، لږ څه تضاد له ځايه هم شته چې منشاء يې د کلي له خان، ملک يا ارباب سره د دوی اړيکي دي. دغه وړ شيخ ته خلک بې علمه شيخ وايي. خو که له يوه بل ليدلوري ورته وګورو، نو له شيخ څخه د شاعر مقصد صوفي او عارف هم کېدی شي . صوفيان او عارفان د سماع شوقيان وي (خصوصا د هند په کوچنۍ وچه كې چې د تصوف او عرفان د چشتيه فرقې راج دى). ځكه خو شاعر د صوفي د جنت په تصور كې له غلمانو سره “جنتي سرونه” يادوي چې مقصد يې هماغه د سماع محفلونه دي. سر (د سين په پېښ) عاميانه ژبه كې ذهني او روحي كيفيت او سرور ته هم وايي او  صوفيان او عارفان هغه كسان دي چې د سلوك او معرفت په كار كې روحي كيفيتونو (مثلا: وجد، شوق، سرور، سكون،... )  ته ډېر اهميت وركوي. له بلې خوا، صوفيان او عارفان ځانونه د خداى عاشقان ګڼي او خداى زموږ په ادبياتو او تصور كې مذكر موجود دى. ځکه خو په تصوفي او عرفاني ادب كې د نارينه معشوق بيان ته تمايل وينو. نو د شيخ د جنت په تصور كې د غلمانو حضور د شيخانو د فرقې يا قشر له كلچر، فکر، ادب او تصور  سره پوره اړخ لګوي. مګر ، د شعر زمينه د شيخ باره کې له دې وروستي ليدلوري سره مرسته نه کوي.     

ښه نو که شاعر د ملا، طالب او شيخ تر رأيو وروسته د خان کاکا رأيه نه وای اخيستې نو تاسو پخپله ووايئ چې دغه سروې به نيمګړې نه واي!!! ځکه چې د دوی درېواړو اتکاء زياتره پر خان او د خان اتکاء پر دوی ده. د جنت په باره کې د خان انګېرنه کاملا مادي او محسوسه ده. د خان کاکا خبره د ملا، طالب، او شيخ د خبرو متممه ده. دی هغوی ته دا وايي چې آسمان دې په تورو نه وهي؛ تازه مېوې، د شودو رودونه، ښايسته حورې، شنه خالونه، ښکلي غلمان او جنتي سرونه عنبري کورونه او محلونه غواړي. خان چې جنت له عنبري كورونو سره تړي، وجه يې دا ده چې په ټولنه كې د دۀ لوړتيا د دۀ د شتو له بركته ده. دى جنت په اقتصادي برترۍ كې ويني. دى د خپل ژوند د تجربې پر بنياد خبره کوي.

د خان له ذکر سره د بنيادم ذهن ته له واره مزدور تداعي کېږي. ځکه خو شاعر په خان پسې جوخت له مزدور څخه پوښتنه کوي؟ هغه چې د مړې ګېډې او خواږه خوب په ارمان دی، شاعر ته د خپل جنت خبره کوي. خان پسې جوخت د مزدور ذکر د تضاد صنعت يو بريالی مثال دى . شاعر مزدور ځكه په خان پسې جوخت يادوي چې هغه د خان د خدمت له پاره هر چېرته، حتی جومات كې هم، لكه سيورى له خان سره ملګری وي. دغه وخت څوک لېونی وزمه چې د انسان د خوشاليو په خوبونو پسې له ځان او جهانه ورک دی، پر لارې تېرېږي. شاعر هغه هم پوښتي. مګر دغه سړى لېونى نه، بلكې لېونی وزمه يا “لېونى غوندې” دى. دى اصلا فلسفي دى. فلسفيان ژوند ته په ژور نظر ګوري او په ټولنه کې شته ارزښتونو باندې شک کوي. ځکه چې ټولنه يې نېكمرغي په ثروت، ماڼيو او نجونو كې ويني. خو دى چې د لوړ خيال خاوند دی، نو ژور فكر كوي او په واقعي خوشالۍ پسې ګرځي. خوشالي د ذهن او روح غوښتنه ده. خو هغه څه چې خان، مزدور او نور يې لېوال دي، جسمي غوښتنې دي.

بلې! دى فليسوف دى؛ دى مفكر دى؛ دى له نورو سره پر يوې لارې نه دى روان. نور په جومات كې دي. خو دى په جومات كې حضور نه لري. د ده سر ببر دى. ځكه چې د ده هغه آراسته ظاهر نه خوښېږي چې ټولنې منلى دى. دى د واقعي فيلسوف غوندې باغي فطرت لري. دی د باطني وارسته ګۍ په لټون کې دی. صوفي او عارف هم په خوشالۍ او سكون پسې ګرځي- مګر په بله دنيا كې او له خداى سره د وصال له لارې. مګر فيلسوف د جنتي خوشاليو ذکر نه كوي. پر دې سربېره، بل توپير يې دا دى چې فيلسوف د معاصرو مفكرانو  په څېر د ټول انسان ژغورنه غواړي. خو د صوفي او عارف ژغورنه تر ډېره حده فردي ماهيت لري.

 اوس نو چې تر لېوني ډوله انسان يا فلسفي وروسته، شاعر ته فقط خپل ځان ښکاري، نو خپل زړه ته سر ورښکاره کوي. ګوري چې زړه يې درزېږي. شاعر د خپل زړه درزا راته تعبيروي چې په خپل مکان کې خپل اختيار غواړي. او که دا نه وي، نو که په اور کې وي، اور ورته جنت ښکاري، او که د دار يا سولۍ پر سر وي، دار يا سولۍ ورته جنت ښکاري. دلته د شاعر او لېوني ډوله انسان يا فلسفي غوښتنه بالکل يوه ده. په خپل مکان کې خپل اختيار هماغه د لېوني ډوله انسان يا فلسفي د خوشاليو خوب دی او بس.

د جنت نومي شعر فارم د معری نظم او قطعې ګډ فارم دی. د هر بند يا هرو څلورو مسرو په جوړښت کې يې د معری نظم رنګ جوت دی. په آهنګ کې يې د تسلسل د ايجاد له پاره د بندونو وروستۍ مسرې سره همقافيه يا همرديفه کړې دي. مګر، د شعر وروستی بندچې د شاعر پيغام په کې نغښتی، له نورو هغو سره همقافيه يا همرديفه نه دی. دا د قطعې په فارم کې دی او د قطعې فارم د موډ او مزاج له پلوه د شاعر له پيغام سره چې زښت زيات جديت دی په کې، ډېر ښه اړخ لګوي. دغه راز، په دې شعر کې د خيال، فکر او احساس پیکر هومره زورو دی چې له کبله يې د هغه ډېرو لږو ژبنيو نيګړتياوو ته د چا پام نه وراوړي.

را به شو په دغه شعر کې د يادو شويو کرکټرونو ځانګړيو عادتونو او حرکتونو ته.

په شعر کې وينو چې ملا، طالب، شيخ، خان، مزدور، لېونی وزمه يا فلسفي، او شاعر هر يو له خپل حال سره متناسب حرکت او عادت لري. ملا چې په پښتنه ټولنه کې په ګېډه خوار دی، نو کله چې د خوراک، څښاک د څه شي ذکر کوي، نو ناڅاپه يې لاس ګېډې ته ورځي چې له دې حرکت يا عادت سره د ملا پيغام لوستونکي او اورېدونکي ته لا ښه ورلېږدول کېږي.

د يو ملا نه مې تپوس وکړو

ما وې ملا صاحب جنت به څه وي؟

هغه په ګېډه لاس واهه، ويل يې

“تازه ميوې او د شودو رودونه.”

طالب ته چې کتابونو زړه شين کړی، فقط چې فراغت قدرې ترلاسه کړي، نو کتاب بندوي. شاعر په عين حال کې دا هم ښودل غواړي چې د قوم د تغافل له کبله يې جوماتونو کې فارسي عاشقانه رومانونه او حکايتونه هم د ديني متنونو په توګه لوستل کېږي. شاعر د زليخې د کتاب پر ځای بل کوم کتاب هم يادولی شو، مګر د زليخې له نامه سره چې کوم شرارت تړلی او د طالب له تمايلاتو سره چې کوم تړاو لري، هغه بيا نه تداعي کېده.

خوا کې کتاب ته يو طالب ناست وو

ما وې چې ته به په کې څه ووايې؟

د زليخې کتاب يې بند غوندې کړو

وې چې “ښايسته حورې او شنه خالونه.”

د بې علمه شيخانو ټول دين او ايمان په ږيره او د تسبو دانو کې وي. وګورئ! د شيخ هم تسبې لاس کې دي او هم لګيا دی په ږيره کې لاس وهي. دا زموږ عادت او روايت نه دی چې له شيخ څخه دې د څه شي پوښتنه وکړو. موږ معمولا يا له لويانو پوښتنه کوو او يا له ملايانو څخه. نو که شاعر له شيخه پوښتنه کړې وای، عادت او روايت زيانمنېده. ښه، نو چې څوک دې په شل منه لېټۍ کې هم نه پوښتي، اختيارا وي او که اکراها، د شړومبو د مچ غوندې به خپلنده د چا په کار يا خبره کې ورلوېږې. شيخ دلته همداسې کړي او بې پوښتنې په اتڼ ورګډ شوی دی. او که له شيخ څخه د شاعر مراد صوفي او عارف وي، نو هغه بيا له ځايه له ږيرې او تسبو  سره پيوند لري. ځکه چې د اودوسونو پر مهال د خلالونو له کبله يې ږيره کې لاس وهل بېخي عادت شوی وي او د ذکر او فکر پر مهال زياتره تسبې اړوي. او دا بې عمله شيخان خو اصلا د همدغو واقعي صوفيانو او عارفانو پېښې کوي.

شيخ د تسپو امېل په لاس ولاړ وو

په خپله ږيره کې يې لاس وهلو

ده پرې را ودانګل- نه- داسې نه ده

“ ښکلي غلمان او جنتي سرونه.”

د خانانو او ملکانو زور خو نو هر چا ته جوت دی چې خدای ورکړی. په جومات کې يې د لمانځه صف کې هم ځای معلوم وي. په ملا پسې جوخت زياتره ښۍ ډډې ته ناست يا ولاړ وي. له دې امله چې خان لوی سړی وي، نو د ادب تقاضا هم دا ده چې خلک دې د هغه هر څه، حتی وړه سجده هم لويه وګڼي. همدغه نزاکت لره په پام سره شاعر ځنې په ډېر تکريم او تعظيم پوښتنه کوي چې د خان کاکا څه رأيه ده. شاعر د خان کاکا په لويه سجده کې د هغه واړه ارمان ته چې “د سرو او سپينو عنبري کورونه دي” په خورا عجيب انداز نغوته کوي او د هغه له ټولنيز موقف سره د هغه متناسب عادت راته، چې شمله باندې لاس وهل او د هغې سمول دي، په څومره په زړه پورې توګه د سترګو په وړاندې انځوروي؛ وايي:

يو خان په لويه سجده پروت پاڅېدو

 ما وې چې خان کاکا ستا څه رأيه ده؟

خپله شمله يې سموه ويل يې:

“د سرو او سپينو عنبري کورونه.”

خو کله چې له مزدور نه پوښتنه کوي، نو فقط په يوه ټکي (سيلېدو) کې را ته د هغه اسکېرلی ژوند تمثيلوي. په دې توګه، لومړی زموږ ټوله عاطفه او جذبه هغه ته ورجلبوي او بيا ورڅخه په داسې انداز پوښتنه کوي چې ځواب ته يې بنيادم له وړاندې نه ذهنا برابرېږي. د مزدور انګېرنه د نورو ټولو تر هغو ژوره، عيني او محسوسه ده. دی آسمان په تورو نه وهي- فقط د  مړې ګېډې او خوږو خوبونو په ارمان دی. وګورئ! مزدور چې کله د شاعر پوښتنه ځوابوي، نو ځان ورته برابروي. لومړی د خپل تندي خوله وچوي چې د بره کتو پر مهال يې سترګو کې ونه لوېږي. د مزدور دغه حرکت يا عادت د شاعر د کاږلي انځور (سيلېدو) حقيقت او صداقت لا پسې جوتوي.

خوا کې يو ستړى سيلېدو، ولاړ وو

ما وې مزدوره ته جنت پېژنې؟

د خپل تندي خوله يې وچه کړله

وې چې “مړه ګېډه خواږه خوبونه.”

لېوني وزمه يا لېونيان هم د فلاسفه وو غوندې غير عادي کسان وي. موږ سرسبيله د لېونيانو په ازارولو روږدي يو. زموږ د تربيت له کبله، زموږ ماشومان هم د لېونيو له ازارولو خوند اخلي. کله چې پر لارې تېرېږي، نو په ډبرو يې ولي. شاعر لېوني وزمه انسان ته د فلسفي له ويلو سره خلکو ته دا خبره ورالقاح کول غواړي چې لېونيان يا لېوني وزمه کسان دې په ډبرو نه ولي. دوی دې واوري چې څه وايي. شاعر دلته هغو کسانو باندې ډېر سخت طنز کړی چې څوک يې د خوشالۍ خوبونه ويني هغه دوی ته لېونی يا لېونيی وزمه ښکاري. د سر ګرول د لېوني يا لېوني وزمه انسان له حالت سره متناسب حرکت او عادت دی.

يو لېونى غوندې په لار تېرېدو

ما وې چې يه فلسفې ته څه وايې؟

خپل ببر سر يې ګروو ويل يې

“بس دانسان د خوشحالو خوبونه.”

د شاعر ټول دار و مدار له خپل زړه او له خپلو جذبو سره وي. د شعر په دې بند کې شاعر خپل زړه ته ورکوزېږي. ګوري چې زړه يې اوتر اوتر پورته ګوري او له شينکي آسمان سره په شخړه دی. ښه وګورئ! دغه شخړه څومره توفان کوي او څومره قيامت خېزه ده!

ما دې خپل زړه ته سر ورښکته کړلو

ده په اوترو سترګو بره کتل

دې شين آسمان ته غورېدو- ويل يې

ما اورېدل ترې دا يو څو لفظونه

ويل يې اى د لامکان خاونده

په خپل مکان کې خپل اختيار جنت دى

ګنې د دغه لېونتوب په نامه

که نار وي نار، که دار وي دار جنت دى.

هېره دې نه کړو چې دغه شاعر پخپله اجمل خټك دى. دی نه د اشرف مفتون غوندې فلسفي دى چې د بشر اساسي او دايمي مسائلو ته پام كوي- نه د حمزه غوندې صوفي او عارف دى چې په نهايت کې د ځان د نجات په غم کې دی. دی اجتماعي مبارز دى. دی ريالست شاعر دى. دى جنت په ټولنيز بدلون او استقلال كې ويني- دى سياسي غوښتنې لري. خو د لېوني وزمه يا فلسفي غوښتنې تر سياست پورته او د دا نورو غوښتنې شخصي او نفساني دي. موږ د شعر تر آخره دې ټکي باندې پوهېږو چې دلته د “جنت” مقصد هم جنت دى او هم د شاعر ايډيال او فکر. يعنې، جنت دلته سمبول دى. شاعر غوښتي چې له نورو سره خپل نظرياتي اختلاف څرګند كړي.

موږ مخکې وويل چې ملا په پښتنه ټولنه کې د مراجعې ځای دی او زياتره يې تتبع کېږي. وګورئ، په همدغه شعر کې طالب، شيخ، خان، مزدور، حتی هغه لېوني ډوله انسان يا فلسفي د شاعر پوښتنې ته د ملا په اقتفاء ځواب ورکړی او د هغه تتبع يې کړې ده. مګر شاعر چې باغي فطرت لري، نو د ملا تتبع يې نه ده کړې. شاعري رښتيا هم بغاوت دی!