Banner

د تېرو نژدې درې لسيزو ناخوالو په موږ کې د بل د اورېدلو کلچر ډېر بد ځپلی دی

13.03.2007 11:09

دا لاندې مرکه راسره څه موده له مخه ښاغلي ليکوال محمد نبي تدبير د ښاغلي شاعر ډاکټر سميع حامد په سپارښتنه کړې ده. د ښاغلي تدبير په وينا د افغانستان د قلم  ټولنه غواړي چې له ژورنالستانو سره د مرکو  يوه ټولګه خپره کړي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

پوښتنه: ستاسو له نظره د بيان آزادي ځه شی دی؟

ځواب: د بيان آزادي دا ده چې يو څوك خپل فكر او مافى الضمير نورو ته څرګند كړي او هغه نور يې واورېدلی شي.

پوښتنه: د بيان د آزادۍ پولې کومې دي او تر ټولو جګه پوله يې کومه يوه ده؟
 
ځواب: د بيان د آزادۍ پولې هماغه دي چې په تعريف كې يې ورته اشاره وشوه. يعنې يو څوك خپله عنديه داسې بيان كړي چې د بل چا خيال، فكر او باور ته زيان ونه رسوي . څومره چې د يوه چا د رأيې اظهار مهم دى، هومره د هغې د پولو او بريدونو رعايت اهميت لري. زما په فكر، د بيان د آزادۍ تر ټولو جګه پوله د مخاطب پوله او د مخاطب (اوريدونكي ، كتونكي، لوستونكي) د فزيكي او ذهني وجود ايجابات دي چې د اظهار پر مهال بايد ورته پام وشي.

پوښتنه: د بيان د آزادۍ د تحديدولو يا سانسور کومه خپله يا پردۍ تجربه که راته ووايۍ؟

ځواب: په ۱۹۹۰كال كې مې په پېښور كې د افغان د مجاهدينو د عبوري حكومت د پوهنې وزارت په مطبعه كې د يوه تخنيكي همكار په توګه كار كاوه. يو ځل د نوموړي حكومت د سترې محكمې مجله چې (قضا) نوميده ، د چاپ له پاره مطبعې ته راوړل شوه . مشهور مطبوعاتي شفيق وجدان يې د چاپ چارې سنبالولې. د مجلې په يوه مخ كې د يوه تش ځاى د تورولو يا ډكولو راته وويل شول چې څه دې په كې وليكم. نو د خپل غزل يو بيت مې په كې وليكه. مجله چاپ شوه. خو په دې دليل چې ګنې د سليمان لايق (د ډاكټر نجيب الله د رژيم د سرحدونو او قبايلي چارو  د وزير) شعر په كې چاپ شوى، مصادره شوه. زما هغه بيت چې لايق ته يې نسبت شوى وو، دا وو:
دا ټكڼۍ غرمه به هم ملګريو
لكه د نورو په زوال تېره شي.
د سترې محكمې د واكمنو په ګومان، دا چې په بيت كې د (ملګريو) كلمه راغلې، نو بويه چې د لايق دى! څه به مو سر خوږوم، خو مجله د بيا چاپ له پاره بېرته مطبعې ته راغله. او بيا يې راته وويل چې د هغه بيت پر ځاى دې څه بل شى په كې وليكم. ما ورته كړه چې له ما نه ، خداى مه كړه ، بيا خرابه نه شي! خو هغوى راته وويل چې كوښښ  دې وكړم چې راڅخه خرابه نه شي. هغه وخت د رحمان بابا رحمت الله عليه دغه لاندېنى بيت راياد شو او له واره مې په كې وليكه:
دلته دم او قدم دواړه په حساب دي
پل غلط له لارې مه ږده بې حسابه.
لنډه دا چې د مجلې هغه ګڼه بېرته له سره چاپ شوه. دا ښايي د ((قضا)) مجلې دويمه ګڼه وه. ځكه د مجاهدينو د عبوري حكومت سترې محكمې په خپل شاوخوا درې كلن عمر كې همدغه دوه ګڼې چاپ كړې دي او بس. ناويلې  دې پاتې نه وي چې د سترې محكمې مشر هغه مهال پير سيد احمد ګيلاني وو. د ځينو په ګومان پير صاحب د ډيموكراسۍ يو زبردسته داعي دى!

پوښتنه: په افغانستان كې د بيان د آزادۍ په وړاندې ګواښونه کوم دي؟

ځواب: په افغانستان كې د بيان د آزادۍ په وړاندې ګواښونه تر بل هر ځاى زيات دي. له پخوا نه مو هم چندان مزه نه وه – او د تېرو نژدې درې لسيزو شخړو اوجګړو خو را کې پر نورو ګڼو ناخوالو سربېره د بل د اورېدلو كلچر ډېر بد ځپلى دى. دغه راز، د سواد د شرحې يا سطحې كموالى، او تر دا ټولو ور ها خوا زموږ قومي او قبيلوي باورونه چې زياتره پر ډيكټيشن اډانه شوي، د بيان آزادۍ ته تر ټولو لوى ګواښونه دي. او دا چې سياسي ګوندونه مو هم ولسواكي د ځانونو په ګټه نه ګڼي نو د بيان آزادۍ له دې بابته هم سرخوړلى دى!