Banner

سعيد، يو مفسر ليکوال

16.03.2011 07:27

پېښې د تغيير او تحول نتيجه کې رامنځ ته کېږي او راتلونکيو تغييراتو او تحولاتو کې نقش او اغېز لري چې مستقيم يا غير مستقيم له فرد او ټولنې سره اړه پيدا کوي. ځينې يې مادي اړخ لري او ځينې معنايي. مادي يې لکه شخړې، جګړې، چاودنې، اورلګېدنې، زلزلې، توفانونه، .... او معنايي يې لکه سياسي اعلاميې، پارلماني ويناګانې، فلسفي او مسلکي نظريات او تصورات او نور. د دوی اغېز هم دوه ډوله دی. يا به څوک خوشالوي، يا به د چا خوا بدوي. هر څه چې وي، خلک ځنې خبرول غواړي. د ارتباطي فنونو ټولنيزې دندې هم دغه ايجابوي چې يوه مسأله څنګه پېښه شوې وي، هغسې منعکس کړی شي.

د خبر د تحليل او تفسير په ماهيت کې ډېر تفاوت دی. دا يو د پېښې عيني عناصر بيانوي- فقط ليدلي کتلي راته وايي. او هغه بل يې بيا شخصي اړخ لري. پېښې راته د خپلو عقايدو او نظرياتو په رڼا کې ارائه کوي. ځکه خو د يوې موضوع باره کې د بېلابېلو محللانو او مفسرانو تحليلونه او تفسيرونه سره توپير لري. مګر، خبر که له هرې منبع واخيستل شي، خپلې ځانګړتياګانې ساتي. خو هېره دې نه کړو چې د خبر په تفسير کې هم عمومي افکارو، عقايدو او مصالحو ته په جدي توګه پام په کار دي. او دغه پام فقط او فقط ساهو او متعهد ليکوال کولی شي.

د چاپېريال ککړتيا نن سبا د دنيا، په تېره بيا زموږ تر ټولو لويه  ستونزه ده. دې ستونزې ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ کړی. خو زموږ بيا د دې ستونزې هواري ته هومره پام نشته، څومره چې د نورو مسألو باره کې فکر کوو او په باره کې يې لالهاند يو.

ټولنه له ستونزو خبرول او د هواري لارې چارې يې ورښودل د ټولنې د مخکښانو، بالخصوص، د ژمن او ساهو ليکوال او شاعر دنده ده. له ښه مرغه، ښاغلی نورمحمد سعيد همدغسې يو ليکوال او شاعر دی. د ده يوه بله ځانګړتيا دا ده چې خپلو ليکنو کې د هسې هنګامه آرا مسألو پر ځای عموما اهمې او ضروري مسألې څېړي او بحث ورباندې کوي.

ما يې تازه تازه دا لاندې اخباري مقالې لوستې دي:

1)    د ګلونو په بڼ کې د کثافت انبارونه،

2)    په ناندريو حال نه بدلېږي،

3)    آيا رشتيا کلتورونه بدلېږي،

4)    آيا ولسواکي رشتيا هم ګټوره ده؟

پاسنۍ څلور سره اخباري مقالې درې بېلابېل مضامين لري. خو چې ژورو ته يې بنده ورکوز شي، نو ګوري چې ټولې پر يوه موضوع ليکل شوي دي. ټولې د چاپېريال د رغاوي او صفا ساتنې پيغام لري. ښاغلی ليکوال اصلا د چاپېريال د صفا ساتنې په مخه د چاپېريال د ککړتيا، کورنيو شخړو او جګړو او د ډيموکراسۍ د هنګامې او ډمامې ناوړه اثراتو ته ځير دی او په باره کې يې اندېښنه لري. دلته، د پاسنيو څلورو واړو اخباري مقالو غټو غټو ټکيو باندې تبصره کوو- ګورو چې څنګه يې تفسير کړي دي! 

  1. د ګلونو په بڼ کې د کثافت انبارونه

دا د هغې اخباري مقالې عنوان دی چې د چاپېريال ساتنې د نړيوالې ورځې په مناسبت افغانستان، په تېره بيا کابل کې د چاپېريال د ککړتيا موضوع باندې کاږل شوې ده. دا اصلا د کابل د چاپېريال د ککړتيا باره کې د خبر يو تفسير دی.

ليکوال د دغه خبر د تفسير له پاره راته لومړی د کابل پخوانی ګلورين چاپېريال د هغې ټپې په مرسته انځوروي چې وايي:

په جګو غرو د خدای نظر وي،

پر سر يې واورې وروي، لاندې ګلونه.

په دې توګه، لومړی د صفا چاپېريال ضرورت را په ګوته کوي او مينه مو ورسره پيدا کوي. او بيا راته خپلې خبرې کوي. ليکوال د چاپېريال ساتنې د ملي ادارې د رئيس والاحضرت مصطفی ظاهر په حواله وايي چې له مکررو غوښتنو، حتی زاريو، جګيو سره سره ورسره چارواکيو همکاري نه ده کړې. ليکوال ښايي غواړي ووايي چې له دغه وړ چارواکيو څخه د سولې او سلم هيله بېځايه ده. دوی چې د خپلې شا و خوا نظافت نه  شي ساتلی نو له وسله والو مخالفانو سره به سوله څنګه کوي!

ليکوال د والاحضرت مصطفی ظاهر د تعريف او تمجيد په ترڅ کې له دې خبرې سره چې ملګريو ملتونو ورته د سولې د اتل نړيواله جايزه ورکړې ده، موږ د نړيوالې ټولنې له يوه عجيبه چار چلند نه خبروي. ښاغلی ظاهر چغې وهي چې چارواکي يې د چاپېريال د ککړتيا د ستونزې دهواري په برخه کې نارو سورو باندې غوږ قدرې نه ږروي؛ دی د چاپېريال ساتنې په ډګر کې له خپله پړاوه په فرسنګونو لرې دی؛ د ملګريو ملتونو رپورټ د افغانستان د چاپېريال څېره زړه بوږنوونکې انځوروي؛ د ماشومانو د مړينې د کچې له مخې يې سيراليون او انګولا پسې جوخت درېم هېوادګڼي، ... نوليکوال راته دا خبره په چل چل کې له غوږه تېروي چې ملګريو ملتونو والاحضرت لره د سولې د اتل جايزه د کومې کارنامې له کبله ورکړې ده؟!

ليکوال خپل لوستونکي نه مايوسوي- وايي چې د مسألې هواری آسان دی- فقط پلان او پروګرام غواړي. دده په باور افغانستان د سترو صنعتي هېوادونو غوندې د ګلخانه يي غازونو ربړه نه لري چې ژر دې هواره نه شي. د ده په وينا، زموږ د چاپېريال د ککړتيا ستونزه د چارواکيو د بې غورۍ له کبله راولاړه شوې- که دوی ورته توجه وکړي، نو هوارېږي. خو زياتوي چې د خلکو مرسته هم دې باره کې ضرور ده.

  1. په ناندريو حال نه بدلېږي

په دې ليکنه کې بيا هم نېغ په نېغه د چاپېريال د صفا ساتنې ضرورت باندې بحث شوی. ليکوال د بې کيفيته تېلو د کارولو او د موټرو د شور ماشور او ګڼې ګوڼې کابو کولو باندې زور اچولی. دې برخه کې زبردسته مثال ورکوي وايي چې د بن زياتره اوسېدونکي سهار سايکلونو باندې کارځايونو ته ځي. دی د کابل اوسېدونکي هڅوي چې دې برخه کې دې د جرمنيانو غوندې دې له تواضع نه کار واخلي.

ليکوال  کابل پوهنتون کې د چاپېريال ساتنې د ډيپارټمنټ ايجاد ستايي. خو زياتوي چې که چارواکي او ولس خپلې خپلې ژمنې ترسره کړي، نو د دغه ډيپارټمنټ جوړولو ته به اصلا اړتيا پيدا نه شي.

رښتيا هم، عجبه خبره ده!! زموږ چارواکي چې له هرې ټولنيزې ربړې سره مخامخېږي، نو د هواري له پاره يې يوه نسخه دا تجويزوي چې د مضمون په توګه دې د ښوونځيو يا پوهنځيو نصاب کې شامل کړی شي. څه موده وړاندې ولسمشر کرزي غالبا د ملکي خدمتونو د انسټيټيوټ فارغانو ته د خطاب په ترڅ کې وفرمايل چې "هېوادپالنه" دې د يوه مضمون په توګه د ښوونځيو په نصاب کې شامله کړی شي؛ چې وروسته يې بيا په باره کې نه پوهېږم څوومه شمېره فرمان هم توشيح کړ.

زموږ  چارواکي ښايي فکر کوي چې زموږ د ښوونځيو او پوهنځيو فارغانو چون ((هېوادپالنه)) نه ده لوستې، نو ځکه يې په اداري او نور ډول ډول پسات لاس پورې کړی. مګر، دې ته يې پام نشته چې په يوه ګل نه پسرلی کېږي. ښوونيز او روزنيز نصابونه درست سره بايد د هېوادپالنې او چاپېريال ساتنې پر بنسټ ترتيب او تدوين شي چې ډېره زياته خواري او کار و زيار  غواړي.

  1. آيا رشتيا کلتورونه بدلېږي؟

دې ليکنه کې د هزاره ګانو او کوچيانو شخړه باندې رڼا اچول شوې ده- وايي چې فرهنګي بنياد نه لري-فقط سياسي لوبغاړيو د خپلو خپلو سرداريو د شوق او ذوق د تسکين په نمت رااوچته کړې ده. ليکوال د خپلې خبرې د پخلي له پاره د فليپين ځنګلونو کې د استوګنې قبيلې "تاسادې" مثال ورکړی چې په ګډه کار کوي. د معاملاتو د پر مخ بوولو له پاره حساب کتاب لري او هره پرېکړه په مشوره کوي او تر ټولو جالبه يې لا دا چې په قاموس کې يې د بدۍ، تربګنۍ، شخړې او جګړې يا مرګ ژوبلې ټکي نشته. ځينې ښاغلي ښايي فکر وکا چې ليکوال موږ د ځنګلي بنيادمانو ژوند ته هڅوي، يا مو د ډبرو زمانې ته ورلېږدوي که څنګه؟ مګر، نه. ليکوال په حقيقت کې زموږ مډرنيټه  سياستوالو باندې طنز کوي چې د خپل عادي شوق او ذوق د تسکين له پاره د خپل قوم قبيلې کارډ کاروي. او په عين حال کې دا هم ويل غواړي چې د کوچيانو او هزاره وو د ژوند شرايط اصلا د تاسادې قبيلې له وګړيو څخه ډېر تفاوت نه لري. او چې نه يې لري، نو بيا خو دوی هم د بدۍ، تربګنۍ، شخړې او جګړې يا مرګ ژوبلې مفاهيم نه پېژني، او چې نه يې پېژني، نو شخړه بيا په څه خبره ده؟ دا موږ يو چې د ډيموکراټيزه او مډرنيټيزه کولو په پلمه مو د ولسونو او پرګنو د ژوند چاپېريال په اور او وينو لړلی دی.

  1. آيا ولسواکي رشتيا هم ګټوره ده؟

دې ليکنه کې ليکوال د لوستونکيو غوږونه تاووي- وايي چې ولسواکي به ښېګڼې لري، خو بديو باندې يې هم سترګې نه شي پټېدلی. د ليکوال په باور، که ولسواکي د ټولنې له جوړښت او مزاج سره اړخ ونه لګوي، بويه چې ضرري ده. او چې ضروري ده، نو شاهي او پوځي نظامونو ځنې په کراتو مراتو فضيلت لري.

ليکوال لوستونکيو ته وايي چې له ولسواکۍ سره دې په هوښيارۍ چلند وکړي. په خپله خوښه دې ځان باندې ظلم نه مسلطوي. ځکه چې که ناوړه کسان تقنيني ادارو ته لاره پيدا کړي، نو د ځان په ګټه ځنې کار اخلي- ورو ورو انحصار ته لاره برابروي چې دا اوس اوس يې هم بوی تر سپېږمو کېږي.

ليکوال رسنيو کې د زهرجنو خبرو اترو او بحثونو لاملونه د پردۍ ډيموکراسۍ اثرات ګڼي. دی وايي چې هره ټولنه دې خپله خپله ډيموکراسي جوړه او حاکمه کړي. دی د ډيموکراسۍ دې اړخ باندې انتقاد کوي چې د کيفيت په پرتله په کې کميت شاخص نقش لري.

د يادونې وړ ده چې د ښاغلي سعيد ليکنو کې مې يوې ژبنۍ مسألې ته هم پام شو او زده مې کړه. ده د هغې مېرمنې له پاره چې ماشوم يې په پوست وي، د "اميدوارې" کلمه د"ميندوارې" په بڼه ليکلې او عامه بڼه يې هم همدغه ده. مګر، زه يې دې ټکي ته متوجه کړم چې کېدی شي د "امیداوارې" کلمه چې په استعاري توګه د دغې معنا او مفهوم له پاره کارول کېږي، اصلا د "ميندې" له خپلواکې کلمې سره د "وارۍ" د وروستاړي له يوځایولو جوړه شوې وي چې د "مورولۍ" يا "مور کېدا" معنا او مفهوم لري. 

په هر حال، کومه ليکوالي چې د ټولنې د خير او بهبود له پاره کېږي، همدغسې وي چې ښاغلی سعيد يې کوي. دی د خبر په تفسير کې هم عمومي افکارو، عقايدو او ښېګڼو ته په جدي توګه پام کوي او دا هغه څه دي چې له ژمن او متعهد ليکوال څخه يې تمه کېږي. الله جل جلاله يې دې ژبه، فکر او قلم لا پسې برکتي کړي. آمين، یا رب العلمين.

يادونه:

برنۍ ليکنه د هغې غونډې په مناسبت شوې چې د افغانستان د قلم ټولنې څه موده وړاندې د ښاغلي نورمحمد سعيد د درناوي او نمانځنې په مخه جوړه کړې وه.