Banner

يوه لنډۍ مرکه

15.06.2011 12:24

پېلوځي ادبي پروګرام ته د يوې اکچولېټۍ له پاره راسره ښاغلي سالک په تار خبرې کولې، ويل يې چې بهرني ليکوال او هنرمندان زموږ حالت باندې تلپاتې آثار ليکلی شي، مګر موږ يې نه شو ليکلی، دا ولې؟ ما ورته کړه چې موږ له رواني پلوه معمولا د بهرنيانو تر اغېز لاندې يو. که نه، نو مځکه خو هغه سوځي چې اور باندې بل وي. پخپله افغان ليکوال، شاعر او هنرمند چې په څومره رښتيني او عاطفي انداز کې خپل حالت انځورولی شي، زما زړه ته نه پرېوځي چې بهرنی څوک دې دغه چار د ده په شان ترسره کړی شي. البته، دومره خبره ده چې بهرني ليکوال او هنرمندان د خپلو آثارو د خپراوي او ځلولو له پاره ښه فرصتونه، شرايط او مهارتونه لري. د سواد، پوهې او ژوند کچه يې لوړه ده. پنځونې يې په پراخه پيمانه او ژر خلکو ته رسېږي او د لوستونکيو او کتونکیو نظرونه او سپارښتنې ژر ترلاسه کولی شي چې هغو ته توجه د دوی په راتلونکيو پنځونو او ليکنو کې پرله پسې بهبود راولي. مګر دغه بهير زموږ په ټولنه کې له بده مرغه یا نشته او يا بېخي بطي دی. بله خبره دا ده چې هغوی کافي وسيلې لري. که غواړي چې يو داستان دې فلم کړي، نو له واره او آسانه يې کولی شي. مګر، زموږ ليکوال، شاعر او هنرمند دغه امکانات نه لري، يا يې ډېر کم لري. سالک صاحب مې له خبرو لکه چې کوچ ايستي وي، ويې ويل چې ګنې د سوژو کمی نشته؟ ما ورته وويل: بلې! سوژې بالکل پرېمانه دي. د غني خان خبره، ستا هره دره کې دي د تورو نښانې زما.... هغه راته کړه چې داسې ده نو بيا ولې سودم ته شين دی؟ ما ورته وويل چې ليکوال او هنرمند مو د ټوک په تلاش کې لالهانده دی. لا خو هماغه شخړې او جګړې روانې دي چې روسانو پر افغانانو تپلې وې او امريکايانو اوس هماغو شخړو او جګړو ته اوږه ورکړې ده.... سوژو ته د تم کېدا فرصت له کومه شي؟... د سالک صاحب راته لکه چې زړه تنګ شو، ويې ويل چې که خپلې خبرې ورته په دوه درېوو ټکيو کې وکړم. ما ورته په دوه درېوو ټکيو کې دومره قدرې عرض کړل چې د خپل عام ذوق په پاللو او روزلو کې پاتې راغلي يو؛ د تقليد حس مو د نوښت وړتيا زيانمنه کړې  او د خپل کلاسيک ادب تشريح او تفسير ته مو توجه نشته.... خدای زده چې ما به لا نور څه ويل ، خو سالک صاحب مې د مننې له ادا کولو سره خبرې غوڅې کړې.