Banner

د استاد شپون د بري راز په څه کې دی؟!

22.05.2007 15:59


دا هغه پوښتنه ده چې ځواب يې اسانه مګر ځان ورباندې برابرول گران دي.

هغه څنگه؟

هغه داسې چې استاد پر دې سربېره چې د تجربو ټکنيک يي د کيسو، ناولونو، مقالو او مرکو له لوستلو معلومېږي،  نېغ په نېغه  يې هم موږ ته په صريحه او واضحه توګه ځينې لارښوونې کړې دي؛ مثلا:

١. استاد وايي که ليکوالي او هنر غواړو نو له انزوا او تجرد څخه دې ځانونه وساتو. خو له انزوا او تجرد څخه ځان ساتل دې ته نه وايي چې چېرته ډنګ نو د ابۍ ګوډی تر څنګ! او ځغله پسې. او يا چې ښاغلی محمد زبير خاکسار خبرې کوي تش د ګپ په سترګه ورته ګوره او د خبرو تل ته يې مه ورکوزېږه. له انزوا نه ځان ساتل دا دي چې ليکوال دې په ټولنه کې حل شي. په زړه، ذهن، ضمير او نورو ټولو حواسو دې په چابيريال کې د ژوند روان بهير وګوري او وڅاري.

٢. استاد ليکوال او هنرمن ته توصيه کوي چې ځان دې له خپلې شاوخوا سره عيار ساتي. خو هېره دې نه کړو چې د استاد د دې سپارښتنې هدف دا نه دى چې پر وطن له مسلطو غليمانو او زور واکانو سره دې جوړ شو او د هغوی له لمنو څخه دې د خداى پاک د مظلومو بندګانو د وينو داغونه ومينځو. استاد وايي ځانونه پرېږدۍ- ټولنه ورسره عيار کړئ چې برباد نه شي.

٣. د استاد په وينا، د ليکوالۍ، هنر او ادبياتو چار هغوی ښه تر سره کولى شي چې ځانونه له سياسته لرې وساتي. خو زموږ د لنډپاريو په نزد دا کله کېدى شي–  ضرور به وايي چې بل ښامار پر خزانه وويني– اخر انسان دی څنګه غلى شي!
استاد وايي چې غلى کېږي دې نه– ورځي دې ورباندې– خو د خداى د ساده مخلوق يعنې بزگرانو تياره کړې رشه دې د هغوی له تلي څخه خپلو کورونو ته نه چلوي!

۴. استاد شپون وايي چې که ليکوالي او شاعري غواړئ نو له توريو او کلمو سره د لوبو پر ځاى له معناوو سره اکاړه وکړئ!
هغه بله ورځ مې يوه دوست ته چې تش لوستونکى دى، د چا مقاله ورکړه چې ويي لولي– ډېر لږ به يې کتلې وه چې ژر يي بېرته راکړه– ويل يي چې وخت ورسره بيشکه ډېر دى– خو د دې له پاره نه دى چې بې ضرورته شيان دې ولولي. ورته ومې وې چې د پي ايچ ډي د خاوند ليکنه مې درکړې– هغه وويل خداى دې وکړي چې د اکيډيميشن ليکنه وي– څه ورباندې وکړي! هغه زياته کړه چې د ډاکټر صاحب د مقالې لومړۍ جمله يې ولوسته- د پاراگراف هومره ده. ويل يې پوره ٥٢ کلمې لري چې نيم په نيمه (٢٦) په کې فالتو دي– نو که د ۳۰۰۰ کلمو دغه مقاله لولي نو په غالب گومان چې نيمايي به يې بې ضرورته وي. ما ورته وويل خير دى؛ هغه د ضرورت برخه خو به يي ولولې که نه! هغه وويل چې لوستونکى دی– چجگری نه دی.

٥. د استاد شپون حکم دى- ټول هغه ارزښتونه چې يو پښتون ليکوال، شاعر يا هنرمن ورسره کار کوي د پښتونولۍ په کاڼي او نرخ به يې تلي. که داسې ونه کا نو ولس به يې ځنې فيض وانخيستلى شي. لنډه گنډه وايي چې لېکنې او هنري آثار به يې بې هويته وي– او د پښتنو په وطن کې خو شکر ټول پوهېږو چې له بې هويته سره څوک نه کور کا او نه کلى.

٦. استاد شپون وايي چې ليکوال او هنرمن دې په خپلو لېکنو کې احساساتي کېږي نه. رښتيا هم، که احساساتي شي نو بيا خپل تخيل او قلم يا مويک نه شي کابو کولى– او چې له کابو نه ووځي نو په پنځونو کې يي تنظيم، ترتيب او تناسب نه شي راتلى. او چې تنظيم، ترتيب او تناسب په کې نه وي نو ادب او هنر به په کې له کومه شي! استاد وايي چې ادب او هنر دې لوستونکي او کتونکي احساساتي کړي- نه دا چې پخپله ليکوال يا هنرمن کاواکه شي او له کابو نه ووځي.

٧. استاد موږ ته توصيه کوي چې په خپلو آثارو کې خيالي دنيا که هر څومره ښکلې او مکمله وي، جوړه نه کړو–  هغوی وايي نېمگړې کنډ و کپر يې جوړه کړئ– خو چې واقعي وي.
رښتيا هم، که غواړو چې د دارالامان او چهلستون ماڼۍ انځور کړو، نو چې دا اوس څنگه دي همدغه حالت يي انځورول په کار دي– د هغوی پخواني حالتونه انځورول به يقينا چې ښکلي او مکمل وي خو واقعي به ځکه نه وي  چې زموږ د جنگياليو او جګړه مارو مشرانو کارنامې به نه شي منعکسولى.

٨. استاد د نوښت سپارښتنه کوي– مطلب يي دا دى چې نورو ويلي، ليکلي او انځورلي شيان بيا بيا مه وايئ؛ مه ليکئ؛ او مه انځوروئ.  خو کېدى شي څوک ووايي چې همدا دنيا ده او همدا مافيها– نوي نوزې مضامين راته له کومه کړي؟!
ښه وايي. هر څه زاړه دي– خو همدغو زړو او پخوانيو شيانو ته له نويو زاويو کتل په کار دي– د يوې نقطې شاوخوا شکر ٣٦٠ درجې او زاويې دي چې هره يوه يې د ځيرلو او کتلو بې شمېره لوري او لودنونه لري.

٩. استاد وايي چې ليکوال او شاعر دې په خپلو آثارو کې له افراط او تفريط نه ځان وساتي– مثالي او آيډيل شيان زموږ يوازې توقعات کېدى شي- نه واقعات!

استاد شپون پاسني مقررات او قواعد په خپلو ليکنو کې کاملا په پام کې نيولي. همدغه وجه ده چې ليکنې يي بېلابېل لوستونکي لري. بېلابېل مې ځکه ووې چې د استاد لوستونکي يوازې بېباکه او  کاواکه خلک نه دي. دی د هر ډول افکارو او نظريو په خاوندانو کې نفوذ لري.

((‎‎وو  نه وو يو شپون وو)) تازه له چاپه راوتى او تر لاسه کړى مې وو. يو سخت دريځه ملا، محترم شيخ الحديث عبدالله محمدي چې يو وخت د ښاغلي حکمتيار په حزب کې د ننګرهار ولايتي آمر وو، په مخه راغى. سلام کلام مو سره وکړ. د استاد د خاطراتو دغه کتاب يې راسره ولېد؛ ويې ويل چې ډېر ښه کتاب مې پېدا کړى– او تأکيد يې وکړ چې خامخا يې ولولم. هغه ويل چې دغه کتاب يې وړمه ورځ درست لوستى او ډېر زيات يې خوښ شوى دى. تر دې وخته ما فکر کاوه چې د استاد آثار به يوازې زما غوندې گناگاران لولي. خو مولانا محمدي مې دا عقيده بېخي باطله کړه.

د استاد شپون د بيان او تحرير د طرز لوى کمال دا دى چې د لوستونکي ټيز رگ ورته معلوم دى. وايي دا هغه رگ دی چې څوک ځنې ټينگ کړی شي نو بيا شور قدرې نه شي خوړلى. د استاد ليکنه هم چې يو ځل چا ته په لاس ورشي، نو چې ځان ورباندى ونه لولي نه يې پرېږدي. او چې يو ځل يي څوک ولولي نو يقين دى چې بيا بيا به يې لولي– او چې په هر ځل يې لولي نوی نوی اثر به ورباندې شيندي. ځکه، دغه هره ورځ چې راخېژي يو جلا لمر دى او جلا جلا وړانگې لري. خو ناويلې دې پاتې نه وي چې د استاد نثر يو لوى عيب هم لري– او هغه دا چې د خاطراتو د کتاب او د کيسو او ناولونو به نثر کې يې ما څه توپير ونه ليد. او يوه ضروري تصحيح هم لرم. تصحيح مې دا ده چې استاد په دغه کتاب کې د ((افغان ملتيانو غزا او بربادي)) تر عنوان لاندې د يوه افغان ملتي له قوله ليکلي چې مولانا خالص د هغوى څه له پاسه دوه سوه ملگري ووژل. زما په نظر دغه هندسه غلطه ده. مولوي صاحب مرحوم څه له پاسه دوه سوه افغان ملتيان نه وو وژلي!