Banner

درځئ چې ماشوم ته نور کوچنى، کمکى، ووړ يا حيوان ونه وايو!

24.05.2007 11:55

له هغو پښتنو کورنيو څخه په بخښنه چې ماشوم ته کوچنى، کمکى، ووړ، حيوان يا داسې نور څه وايي، خپل بحث له همدغه ځايه پيلوم چې درځئ ماشوم ته نور کوچنى، کمکى، ووړ يا حيوان ونه وايو!

د دې سپارښتنې فکر راسره هغه مهال پېدا شو چې له ننگرهاره خپرېدونکې د رڼا کلتوري مرکز مياشتنۍ مجلې، رڼا، زما يوه ليکنه ((د ماشومانو ادبيات ، ډولونه ، ستونزې او چلنجونه ))  زما له شخصي ويبلاگ څخه ورواخيسته او تر تصرف بلکې تحريف وروسته يي زما په نامه خپره کړه.

تصرف او تحريف مې ورته ځکه ووې چې زما په ليکنه کې راغلې د ((ماشوم))  کلمه او د هغې مشتقات: ماشومواله، ماشومتوب، ماشومولي او نور يې د ((کوچني)) په کلمه او د هغې په مشتقاتو: کوچنيواله، کوچنيتوب، کوچنيوالي او نورو اړولي او په شمار اته شپيته ځايه يې دغه کار کړى دى.
 
پر دې سربېره يي ځينې نورې کلمې، ترکيبونه، مصطلحات، مفاهيم او ادوات هم په بل مخ اړولي دي چې زه ورسره جوړ نه يم. زه ډاډه يم چې د  رڼا مجلې کارمندان به مې په ليکنه کې د دوی د داسې خلاص مټ لاسوهنې په فضليت وپوهوي. البته، ما په خپله ليکنه کې، د کوچني، کمکي، ووړ، حيوان يا نورو پر ځاى د (( ماشوم )) د کلمې او د ماشوم د کلمې د مشتقاتو په کارولو کې په ځانگړې توگه د روزنېزې ارواپوهنې او سلوکپوهنې غوښتنې په پام کې نيولې دي. روزنېزه ارواپوهنه او سلوکپوهنه حکم کوي چې ماشوم ته دې د لوى په نظر وکتل شي. زما په فکر، ماشوم ته کوچنى ويل په حقيقت کې هغه ته په کمه سترگه کتل دي.

کېدى شي ځينې ښاغلي استدلال وکا چې ماشوم ته کوچنى، کمکى، ووړ، حيوان يا داسې نور ويل د سيمه ييز تفاوت زېږنده ده او موږ ته نه دي په کار چې د بېلابېلو پښتني پرگنو يا ټبرونو پوهه او درک له پامه وغورځوو!
هو؛ هر چا ته خپل مزى مرغلين وي. او دا واقعا د غور او فکر خبره ده. خو دا هم هېرول نه دي په کار چې له سيمه ييزو تفاوتونو څخه راولاړ شوي ارزښتونه او هغه هم بيا د يوې ژبې په ويونکيو کې هېڅکله هم تر کره کتنې او ارزونې لوړ نه دي. موږ ته په کار دي چې دغه تفاوتونه وځيرو؛ وارزوو؛ او کره ـ کوټه يي په گوته کړو. دا کار د پښتو ژبې، ادب او فرهنگ په وده، پرمختيا او توحيد کې لوى لاس لري.

ځينې نور ښايي ووايي چې ماشوم، کوچنى، کمکى، ووړ، حيوان او داسې نور درست سره مترادفې کلمې دي او د يوې پر ځای د بلې په کارولو کې څه حرج ونه ويني. خو د مترادفو کلمو او مفاهيمو کمال او غرض هم دغه دى چې په متن کې د کارولو پر مهال د غوراوي چانس لري. د يوه مطلب يا مفهوم  د افاده کولو په وخت کې مترادفې کلمې، ترکيبونه، مصطلحات، مفاهيم حتى عبارتونه د ليکوال په تېره بيا د شاعر پر زړه او ذهن يو دم ورشېوه کېږي. د استاد شپون غوندې نثر ليکونکی او د ښاغلي کاروان غوندې شاعر بيا هغه چاڼوي او انتخاب په کې کوي ـ او انتخاب لزوما ځينې ځانگړي معيارونه او مقررات لري.

ما چې کله د ماشوم د ادبياتو په اړه هغه مقاله ليکله نو د ((ماشوم)) کلمه او د هغې مشتقات مې د هغوی د نورو مترادفو هغو له ټوله ځکه غوره کړل چې د آدم ابا او حوا بي بي د تنکي زوزاد له پاره راته تر نورو ټولو هغو څو څو ځله موزون او پر ځاى ښکاره شول. د موزونوالي دليلونه مې دا دي:

لومړى ـ زما په فکر ماشوم په پښتو کې د خداى پاک د دغه نازولي مخلوق اصلي او ځانگړى نوم دى. يوازې د انسان بچي ته وايي. او کوچنى، کمکى، ووړ يا حيوان دغه ځانگړتيا نه لري ـ د خره بچی، کوټى، هم کيدى شي کوچنى يا لوى وي. خو هغوی چې وايي ((ماشوم)) د عربي کلمې (معصوم) پښتو شوې بڼه ده، دا هم قوي احتمال لري. خو هېره دې نه کړو چې عرب ماشوم ته ((معصوم)) نه وايي. معصوم په عربي کې يوازې يو عام لغت دى ـ خو پښتنو نه يوازې د هغه بڼه ور اړولې، د هغه معنا او مفهوم يي هم نوى کړى، پراخ کړى او ژور کړى دى ـ استعاره يي ځينې جوړه کړې چې د پښتو ژبې شاعرانه فطرت، ځواک او نوښت ځنې جوتېږي. ((معصوم)) په عربي کې له گناه او خطا پاک، ساده، بې تقصيره او بې الايشه ته وايي. له دې کبله چې کوچنيان له څرمې له گناه او خطا حتى کرکې کينې پاک وي نو معصوم يا ماشوم يي بولي، چې همدغه د عصمت د مادې له کبله دغه د ((معصوم)) کلمه کوچني ته استعاره شوې ده. يا په بله ژبه، دا د کوچني مستعار نوم دى.

دويم ـ دغه راز، کوچنى، کمکى او ووړ د لوى اپوټه ډگري ده. له دې کبله چې ماشومان د لويانو په  پرتله  واړه وي نو کوچنيان، واړه يا کمکيان بلل شوي دي. دلته د کوچني کلمه د ماشوم فزيکي وجود ته په کتلو سره ماشوم ته استعاره شوې ده. يعنې کوچنى، کمکى يا ووړ د ماشوم مستعار نومونه دي. په دې حساب ماشوم، کمکى، ووړ يا کوچنى يو هم د پروردگار د دغه مخلوق اصلي او ځانگړى نوم نه دى.

درېم ـ د روزنېزې ارواپوهنې او سلوکپوهنې ماهران چې کار يې د ماشوم ښوونه او روزنه او د هغه د سلوک مطالعه ده، وايي چې د روزنې هدف د چا په تېره بيا د ماشوم سلوک په مثبت لوري سوقول او بوول دي. هغوی ماشوم ته په شخصيت ورکولو تاکيد کوي ـ وايي چې دا د ماشوم حق دى. نصوص هم په دې اړه روښانه لارې چارې راښيي ـ وايي دا د ماشوم حق دى چې:
- کله وزېږي، نو ښه نوم دې ورباندې کېږدو؛
- ښه غذا او لباس دې ورته برابر کړو؛
- پاک يې وساتو او روغتيا او سلامتيا ته يې پام وکړو؛
- د لوبو زمینې او وسېلې ورته برابرې کړو؛
- زده کړه ورباندې وکړو؛
- خبرو ته يې غوږ کېږدو او که پوښتنه وکړي، ځواب ورکړو؛
- درانه کارونه ورباندې ونه کړو او ويې نه ځورو؛
- په چار چلند کې ورسره داسې احساس ورکړو چې ځانونه ورته لويان ښکاره شي او داسې وگڼي چې د ژوند په ټولو چارو کې برابره ونډه لري؛
- په نامه ورته غږ کړو ـ يعنى، ماشوم ته د هغه نوم واخلو ـ نه د هغه د پلار ، نيکه يا ورور نوم.
 
دغه راز، د ماشوم د حقونو په برخه کې دې د ماشوم په اړه د ماشومانود حقونو د نړيوال کنوانسيون د پرېکړې او نورو نړيوالو اعلاميو موادو ته په جدي توگه پام وشي او هغه دې مراعات کړى شي.

زما په فکر، دا زموږ فرهنگي او ژبنۍ نيمگړتيا ده چې د انسان د نوغي دغې تازه غوټۍ ته ځانگړى نوم نه لرو. کوچنى يا کمکى يې بولو؛ ووړ ورته وايو؛ حيوان يې گڼو؛ او بالآخره ماشوم يې بولو.

موږ په اصل کې د ماشوم پېژندنې دقيقه هڅه نه ده کړې. کره او ځانګړی نوم پر يوه شي يا يوې پدېدې هغه مهال ايښودلى شو چې په درست کم او کيف يې وپوهېږو او پېدا يې کړو. د يوه شي يا يوې پدېدې کره او ځانګړی نوم هغه دى چې له اخيستو سره يې له واره د چا په زړه، ذهن او روح کې د هغه شي يا پدېدې انځور جوړ شي؛ مثلا: ډوډۍ، پنډوسکه، سپوږمۍ او نور.

ماشوم ته کمکى، کوچنى يا ووړ ويل د هغه خورا برسېرنه پېژندگلوي ده. برسېرنه په دې ده چې د کميت پر بنسټ شوې ده ـ تش د هغه فزيکي وجود ته مو کتلي او د ځانونو په پرتله مو کوچنيان، واړه  يا کمکيان بللي دي.

ماشوم ته ((حيوان)) ويل مو لا يوه بله گوښې بې پروايي ده. حيوان په لغت کې ژوندي او زموږ په عرف کې ځناور ته وايي. لويانو فکر کړى چې ماشوم يوازې يو ډول بيولوژيکي ژوند لري چې دا د انسان، حيوان او نبات درېواړو گډه ځانگړنه ده. او انسان البته، د عقل، فکر او شعور له مخې له نورو ځناورو جلا کېږي. په دې حساب ماشوم ته په حيوان ويلو سره موږ هغه د انسان له رديفه باسو ـ چې دا د هغه شخصيت ته زښت زيات سپکاوى دى او زموږ په سخت اخلاقي ضعف دلالت کوي.

څلورم ـ زما په فکر ماشوم ته ماشوم ويل د هغه شخصيت نسبتا ښه، بلکې بېخي ښه احاطه کولى شي. ځکه چې ماشوم ته په ماشوم ويلو کې موږ د هغه فزيکي وجود يا کميت ته نه دي کتلي ـ بلکې د هغه کيفيت مو په پام کې نيولي دى. او د يوه شي يا يوې پدېدې د کره پېژندگلوۍ له پاره په کار دي چې د هغه يا هغې څرنگوالى درک کړو. پر دې سربېره، ماشوم ته په ماشوم ويلو سره موږ له هغه سره پوره عاطفي چلند کوو. د ماشوم کلمه هغه ته زموږ عاطفه ورلېږدوي او د کوچني، کمکي، ووړ يا حيوان کلمې له  ماشوم سره زموږ برسېرن چار چلند ښيي. عاطفه خو نشته په کې ـ لويه بدي يې لا دا ده چې د ماشوم په وړاندې زموږ بې پروايي حتى د حقارت احساس څرگندوي.

په ژوند او ادب کې د تعادل اساس له موږه غواړي چې حتی پر ځينو نومونو او نومونو له سره غور او فکر وکړو. موږ بايد معلوم کړو چې زموږ د ماشومانو د ودې مخه کومو شيانو ډب کړې ده. موږ کولى شو چې د ماشوم د ودې  په مخه لويان وارزوو ـ د دغې ارزونې د برياوو په څېړلو سره کولى شو چې د ماشومانو د ودې په برخه کې د مثبتو بدلونونو لارې چارې په گوته کړو. ماشومانو ته مولا ډېر زور ورکړی ـ کولى شي چې د ميندو، پلرونو او حتی د نورو لويانو کړه وړه او سلوک واړوي.

انگريزانو ته وگورئ! هغه ځاى ته چې ماشومان په کې روزي نرسري (Nursery) وايي چې معنا يي د ونو ـ بوټیو او گلانو روزنځى دى.  رښتيا به سره وايو ـ خوا به نه بدوو چې د مسلمانانو په توگه زموږ ((وړکتون)) او ((کودکستان)) د ماشوم  په اړه د چا پر زړه، ذهن او اروا ښه اغېز شيندي او که د کفارو په توگه د هغوی ((نرسري)) چې د ونو ـ بوټيو او گلانو روزنتون ته وايي؟!

د عربو د ((روضة الاطفال)) په اړه هم دغه پوښتنه کېدى شي او احتمال لري چې همدغه نرسري يې په روضة الاطفال اړولى وي.

دغه راز، انگرېزان ماشوم ته child، kid، baby، ... وايي. دغه ټولې کلمې يا نومونه د هغوی په ذهن او اروا کې تقريبا هماغه انځور جوړوي چې د ماشوم کلمې د پښتانه په ذهن او اروا کې کاږلى دى. او هغه دا چې ماشوم ساده دى؛ ماشوم بې گناه دى؛ ماشوم بې تقصيره دى؛ ماشوم پاک دى؛ ماشوم بې الايشه دى؛ او ماشوم .... هغوى ماشوم ته small نه وايي.

موږ ته  په کار دي چې د ماشومانو په اړه خپل چار چلند کې مثبت بدلون راولو ـ دا فکر دې ونه کړو چې ماشومان گنې يو غير فعال مخلوق دی. ارواپوهان وايي چې ماشومان کولى شي چې مختلف شيان طرح کړي، ويي رغوي، کابو يي کړي، د خپلې ودې مخه پرانيزي او خپل هدف ته ورسېږي. هغوى وايي چې د ماشومانو د تجسس حس او د متقابل اغېز مهارت ډېر پياوړى دى. ماشومان د معلوماتو له راټولولو سره ډېره مينه لري او د شيانو په اړه ځانونه پوهوي ـ دوی کولى شي چې د ميندو، پلرونو او نورو مشرانو په سلوک کې بدلون راولي.

موږ ته نه دي په کار چې د ودې او پرمختيا مخه دې ډب کړو ـ دا کار کولى هم نه شو. ځکه چې دا يوه فطرتي عمليه ده ـ ورو وي او که چټکه، پخپله کېږي. البته، د پاسني مختصر بحث له مخې زما هيله او سپارښتنه دا ده چې تېرى ماشومانو ته کوچنيان، کمکيان، واړه، حيوانان او داسې نور ونه وايو ـ يا يې لږ تر لږه ونه ليکو.

هيله لرم چې ماشوم ته د ماشوم ويلو په اړه زما هيله او سپارښتنه د هغې ستراتيژۍ يوه برخه وگڼئ چې د پرمختلليو هېوادونو جمهوران او کورنۍ يي د ماشومانو د فزيکي او ذهني ودې او په دغه وده کې د همآهنگۍ او توازن راوستلو له پاره طرح کوي.
درځئ چې ماشوم ته په ماشوم ويلو سره د الله تعالى له دغه نازولي مخلوق سره مينه وکړو؛ احساسات او عواطف يې وروزو؛ شخصيت ورکړو؛ سلوک يې په مثبت لوري ولټوو او وخوځوو. او په دې توگه لومړی خپل هېواد او بيا گردې نړۍ ته د انساني کورنۍ ساهو او فعال غړي وړاندې کړو. ومن الله التوفيق.