Banner

پښتو ولسي او شفاهي ادبيات

02.08.2007 11:13

د پښتو ولسي يا شفاهي ادب پر ماهيت او اهميت هغه وخت پوهېدلى شو چې شفاهي\ولسي ادب يا فوکلور وپېژنو چې څه ته وايي او غرض يې څه دی. پروفيسر محمدنواز طائر په دې اړه ليکي:(( فوکلور چې پښتو کې ورته شفاهي يا ولسي ادب ويلى شي او مقصد يې د يو ولس د رواياتو تجزيه کول دي (او) د هغوى د ژوند د معاشرتي نظام او ذهنيت اندازه لګول دي. دا د ولسي  رواياتو د هغې علمي او ادبي افکارو نه بېخي بدل دى، کوم چې د لويو لويو عالمانو او مفکرينو يا شاعرانو په ليک کې راوستى شي. د دې ادب د مطالعې په ذريعه د معاشرې معنوي او علمي اړخ څرګندېدى شي او روايات چې د معاشرې اډاڼه پرې ولاړه وي، په دې کې محفوظ وي. د دې په ذريعه موږ د بېلابېلو نسلونو او ولسونو د فطرت، مزاج او نسلي امتيازاتو سره آشنا کيدى شو.)) (١)

کانديد اکاډيميسن محمد ابراهيم عطائي فوکلور د کلتوري انسان پيژندنې (Cultural Anthropology) يوه څانګه ګڼي او وايي چې دا د ټولنيز تحقيق له پاره يوه اغيزناکه وسيله ده. عطائي ليکي:(( ... موږ د فوکلور له لارې چې د کلتوري انسان پېژندنې يو ښاخ دى، د انسان معنويت په قديمه نړۍ کې ډېر ښه پېژندلى شو. دا نو د انساني قديمې نړۍ د کلتور هغه ښکلاوې په موږ لېدلى شي چې تر هر څه پخوا د دوى فوکلور د هغه معرف او څرګندوى دى.)) (٢)

د شفاهي ادب يا فوکلور د پېژندګلوۍ په لړ کې آغلې سلمىَ شاهين ليکي: ((فوکلور هغه علم دى چې د ولسي ژوند او ادبي تاريخ د نامعلومه لرغوني دورونو سره تعلق لري. د دې علم د زده کړې مقصد دادى چې په صدو مخکې د يوې معاشرې د خلکو د سوچ او فکر انداز څه وو.... په دغو فوکلوري ملغلرو کې هغوى د خپل ژوند، مسائلو، غم، ښادۍ او د خپلو ساده جذبو اظهار د خپل معاشرتي ضرورت مطابق کړى وي....)) (۳) خو سر محقق زلمى هېوادمل د شفاهي ادبياتو دايره لږه محدودوي؛ وايي: ((زياتره اوسني ادبپوهان د يوې ژبې هغه شفاهي او ليکني (تحريري) آثار اديبات بولي چې هنري ارزښتونه ولري.)) (۴) ښاغلى هېوادمل ليکي چې په شفاهي توکيو کې هم ځينې توکي هنري ارزښتونه نه لري؛ يوازې ژبني شفاهي توکې دي او بس.

پښتو ولسي او شفاهي ادبيات يا فولکور منثور او منظوم بېلابېل صنفونه لري؛ لکه: لنډۍ، غاړۍ، سندرې، نارۍ، سروکي ، بګتې، بدلې، فالونه، متلونه، کيسې، اړونه، د ماشومانو سندرې او غږونه او نور چې دغه هر يو يې بيا نور لوى، واړه ډولونه لري. دغه راز، د دوى د استعمال ځايونه هم سره جلا دي او موضوعګانې يې هم سره توپير لري. يوازې عاميانه شعر يې که د کميت، کيفيت، نوعيت او افاديت له پلوه مطالعه شي، جوته به شي چې احاطه کول يې ډېر ګران دي. ښاغلى عبدالرحيم مجذوب د هغه د جامعيت او کيفيت په باره کې ليکي: (( ژباړه: د پښتو ولسي شاعرۍ د ټولو صنفونو احاطه کول او مفصل بحث ورباندې کول ډېره اوږده خبره ده. هر يو صنف يې خپلې خپلې ځانګړتياګانې لري. په دې وو کې ځينې يې زياتره په ښځو کې منلي دي- ځينې يې په سړيو کې. ځينې صنفونه يې داسې دي چې زياتره يې خلک د ښاديو پر مهال خوښوي. ځينې يې د وير او ساندو په وخت کې په کارېږي. او يو نيم يې داسې دی چې د جنګ ډګر ته تر تګ له مخه د جذباتو راپارولو او د ننګ ناموس په خاطر د سرښندنې له پاره ويل کېږي.)) (۵) مجذوب صاحب ليکي چې په ځانګړې توګه چاربيته او د مروتو کسرونه د شفاهی ادب هغه صنفونه دي چې دغه ځانګړنې لري.

پښتو د يوې لرغونې ژبې په توګه خورا غني فوکلور لري. سرمحقق هېواد مل ليکي: (( د پښتني فرهنګ هغه څېړونکى چې د پښتو د شفاهي ادبياتو او فوکلور زېرمې ورمعلومې دي،هغوى ټول په دې باور دي چې پښتو د فوکللور او شفاهي آثارو له پلوه ډېره مړه او غني ژبه ده. د دې ژبې شفاهي آثار د خپلې تنوع، کيفيت او کميت له پلوه د مجاورو زياترو ژبو له فوکلور نه څه خاص امتيازونه لري او د سيمې زياترې ژبې له پښتو سره په دې ساحه کې سيالي نه شي کولى.)) (۶)

د پښتو د شفاهي يا فوکلوري ادب ماهيت او اهميت په تفصيل سره په ګوته کول د يوې مقالې، رسالې يا کتاب له وسې وتلې خبره ده. دا يو ډېر ويړ ډګر دى؛ ځانګړې اکاډيمۍ او ټولنې غواړي چې کار او څېړنه ورباندې وکړي. دلته به د شفاهي ادب يا فوکلور يوازې د څلورو توکيو يا صنفونو د ماهيت او اهميت په باره کې په ډېره اجمالي توګه رڼا واچوو. دغه څلور توکې يا صنفونه ټپه، متل، کيسه او د ماشومانو غږونه او سندرې دي. ولې دا څلور توکي؟ ځکه چې ټپه د پښتنو، په تېره بيا د ښځو د ذات د روماني او عاطفي کيفيت بشپړه نماينده ګي کوي؛ متل د پښتون قوم اخلاقي عظمت او حکيمانه بصارت راښيي؛ کيسه د پښتنو اجتماعي تفاهم او تعامل ډېر ښه څرګندوي او د ماشومانو غږونه او سندرې خو تر دا ټولو ورپورته مهمې ځکه دي چې همدغه زموږ د مقامي او آفاقي معرفت لومړنۍ کرښې دي؛ له همدغه ځايه زموږ فزيکي، ذهني او روحي وده او انکشاف پيلېږي.

الف- ټپه\لنډۍ:
د ولسي ادب په تېره بيا د شعر تر نورو ټولو اصنافو ښکلى، خوږ او غوره صنف ټپه يا لنډۍ دى. په پښتنو نارينه وو، ښځو، وړو، زړو او ځوانانو کې به څوک هم داسې پيدا نه شي چې ټپه يا لنډۍ به نه ورځي يا دا چې کله به يې نه وي ويلې. دا د ولسي شعر يو ډېر لرغونى صنف دى. د دې صنف د قدامت، ماهيت او اهميت په اړه نوميالى مستشرق جينز انولډسن ليکي: ((ژباړه: په پښتو ادب، په تېره بيا ولسي ادب کې ځينې داسې صنفونه شته چې وزن او تقطيع يې د لرغوني سنسکرت له مشهورو مذهبي کتابونو يعنې ويدونو سره ورته دی. د هغه د تر ټولو قديم کتاب ريګ ويد د اشلوک او پښتو ټپې وزنونه يو بل ته سره ډېر نژدې دي. او د دواړو د يوې يوې مسرې تقطيع په خپلو کې سره برابر دی.)) (۷)

پر دې سربېره، چې لنډۍ د پښتو ولسي شعر يو لرغونی صنف دى او د سنسکرت له مذهبي کتابونو يعنې ويدونو سره د وزن او دقطيع له مخې مماثلت لري، منلی او غوره صنف هم دى. د دې صنف د منليتوب او غوره والې په باره کې پروفيسر محمدنواز طائر ليکي: ((عام پښتون د اشارو، کنايو او فلسفيانه رموزو او افکارو په شاعرۍ خپل سر نه خوږوي. دى د خپل عوامي شعر په بحر او بهير مست دى. د ده جذبات هم د دې سره تړلي دي. د ټپې د خوندونو احساس دى ځکه کولى شي چې همدا د ده د جذباتو د ټولو نه غوره او صحيح ترجماني کوي.)) (۸)

د ښاغلي محقق همېش خليل په خيال د شفاهي ادب ټول صنفونه له ټپې څخه زېږېدلي دي.دى په دې باره کې ليکي: ((ټپه زموږ د شفاهي ادب د ټولو صنفونو مور ده. داسې برېښي چې د پښتون ملت د پيدايښت او بيا د ځوانۍ مرحلې ته د رسېدلو سره د هغه د تودو جذبو او احساساتو د رالړزېدلو په نتيجه کې تخليق شوې ده.)) (۹)

ټپه د پښتون ولس د نازکو احساساتو او عواطفو د اظهار يو ډېر فطري صنف دى. د پښتو د عامې او خاصې شاعرۍ يو صنف هم ورسره د اغېز له پلوه سيالي نه شي کولى. لاندې لنډۍ ولولئ او پخپله بيا قضاوت وکړئ:

زلفې اوږدې پرېږدم که لنډې
جانانه لوېشت ورباندې ږده خرپ ورکومه.
ځان يې زړو جامو کې جوړ کړ
لکه په وران کلي کې باغ د ګلو وينه.
سپوږميه، کړنګ وهه راخېژه
يار مې د ګلو لو کوي ګوتې ريبينه.
باهو په لاس ګوته په ګوته
زرګره، ټوله دې يارۍ ته جوړه کړمه.
که د جومات په مخ کې نه وى
ما به په ډک منګي ويشتلى وې مينه.
ټوټې ټوټې په تورو راشې
چې پرهارونه دې ګنډم خوله درکومه.
نن مې اشنا ليدلى نه دى
لکه د بنګو پياله غرقه ناسته يمه.
بيا به نرۍ جامې ونه کړم
باران لمده کړم جانان ټوله ولېدمه.
ها پخوانۍ مينه دې نشته
لکه د مست تنزري شور به دې کاوونه.
څنګه خواږه خواږه راګورې
لمن دې ونيسه چې زړه در واچومه.

د ټپې يا لنډۍ د ماهيت او اهميت د څرګندولو له پاره د پښتنې پيغلې ملالۍ له خولې وتلې ټپې کافي دي چې د ميودند په ميدان کې يې د انګريزي پوځ په وړاندې د تقريبا ځپل شويو او ماتې ته نژدې شويو پښتنو زلميانو او غازيانو په رګونو کې د غيرت وينه په غورځنګونو کړه؛ لويه حماسه يې وزېږوله او تاريخ يې رقم کړ؛ هغه لنډۍ دا دي:

خال به د يار له وينو کېږدم
چې شينکي باغ کې ګل ګلاب وشرموينه.
که په ميوند کې شهيد نه شوې
خدايږو لاليه، بې ننګۍ ته دې ساتينه.

ب- متلونه:
متلونه وړې، وړې، شمېرلې او چڼلې جملې دي. منثورې هم وي او منظومې هم. دا له پند، پوهې او حکمت څخه مالامال دي. دا هغه په تول تللې، پخې او د کار خبرې دي چې د پښتون قام د زرونو کالونو تجربې او مشاهدې په کې درج دي او سينه په سينه له پخوانيو څخه تر موږ رارسېدلى دي. د متلونو لوى کمال دا دى چې مفاهيم يې مکمل او عام دي. کله چې پښتانه په څه ستونزه يا مسأله خبرې اترې يا بحث کوي، نو د خپلې مدعا د زياتولو له پاره عموما له متلونو څخه کار اخلي. دا لکه د کاڼې کرښې، اثر يې په اسانه له منځه نه ځي.

وايي چې د چين انقلابي مشر مازي تونګ به په خپلو ويناوو او خبرو اترو کې متلونه زيات کارول. د ملتونو د افاديت په اړه جرمنى مفکر نټشې وايي: ((څوک چې د زړه په وينو او په متلونو د ليک او خبرو اموخته وي، هغه د دې ارزومند وي چې د هغه خبرې تشې د لوستو يا اورېدو له پاره نه دي؛ دا زړه ته اچول او په يادو کې ساتل غواړي.)) (١۰) او سرمحقق زلمى هېوادمل ليکي: ((د فوکلور پوهانو په ګروهه متلونو هغه وخت د ولسونو ژبو ته لاره پيدا کړه چې هغو ژبو لا ليک نه درلود. متلونه د ولسونو د ژوند د شرايطو، اخلاقو، کلتور او نورو خصوصياتو هنداره ده.)) (١۱) دغه راز، ښاغلى هېوادمل د متلونو د ماهيت او اهميت په اړه په يوه بل ځاى کې ليکي: ((پښتو متلونه د موضوعاتو په ډېره پراخه ساحه راچاپېروي. د پښتنو د فرهنګ او فکري مسيرونو په څېړلو کې له دې متلونو څخه ډېره زياته استفاده کېدى شي. په متلونو کې ځينې داسې عناصر او نکات شته چې د تاريخي او اتنوګرافي څېړنو په مرسته سړى د پښتنو د ژوند ډېرو ليرو زمانو ته رسوي.)) (۱۲)

د نمونې له پاره څو متلونو لولو:

که شپه تياره ده،مڼې په شمار دي
د ګور شپه نه په کور کېږي
خپل عمل د لارې مل دي
کږه خوله په سوک سميږي

ج- کيسه
د ټولنپوهنې او کلتوري انسان پېژندنې له لحاظه په شفاهي ادبياتو يا فوکلور کې تر ټولو زيات په زړه پورې توکی يا صنف کيسه ده. کيسې د قومونو او ملتونو د اجتماعي اړيکو، کړو وړو او تعاملاتو روښانه هندارې دي. دا د ولسونو د واقعي کرکټرونو يا کردارونو په شاوخوا راڅرخي. د ټولنيز او تاريخي معرفت په لړ کې د فوکلور کيسه ييزه برخه موږ ښه قانع کولى شي. د اکاډيميسين کانديد محمد ابراهيم عطائي ليکي: ((د يوې ټولنې د اجتماعي تکامل د تاريخ پېژندنه په هر وخت او هر ځاى کې يو ضروري امر دى. د دغې پېژندنې په باره کې بايد وويل شي چې د فلاسفه وو په افکارو کې د انسان پېژندنه چندان ممکنه نه شوه، بلکې د انسان د اجتماعي تکامل د وضع پېژندنه پخپله د انسان موټ په موږ وپېژندله او دا کار نو د فوکلور په داستاني برخه کې په روښانه ډول د انسان د واقعي تکامل په باب انساني ذهن تنوېروي او قانع کوي.)) (١۳)

د کيسې کولو او ويلو شوق په پښتنو کې ډېره سابقه لري. مونټ سټوراټ الفنسټون(١٧٧٩-١٧٥٩) د کليوالو او بانډه چي پښتنو په اړه ليکلي دي: ((له ډوډۍ نه وروسته دوى کښېني او چلم څکوي او يا د قصې او بدلو ويلو د پاره يوه دايره جوړوي. بوډاګان لوى قصه ويونکي دي. د دوى قصې د پاچايانو، وزيرانو، د پېريانو او ښاپېريانو دي، خو ډېرې يې ديني او د جنګ په باب دي. دغه قصې له غزلو او نارو سره ګډې شوې او ان د غيرت په ټکي ختمېږي. پښتانه له قصو او غزلو څخه ډېر خوند اخلي. څه وخت چې يوه قصه ويل کېږي، دوى ټول چپ ناست وي. د هغې په پاى کې ټول د ستاينې نارې وهي: اى شاباش،....)) (١۴)

د پښتو رومانونو آدم درخانۍ، دلى شهۍ، پتې رابيا، موسى خان ګل مکۍ، جلات محبوبا، مومن خان شيرينۍ، يوسف خان شيربانو، تاج محمد نمرو او نورو اصلي مأحذونه او منابع د همدغو کيسو شفاهي روايتونه او نکلونه دي چې لوستيو او نالوستيو شاعرانو زياتره د بدلو او مثنويانو په بڼه ليکلي دي.

ادبپوهان د هغه ولس د ادبياتو زېرمه پياوړې بولي چې په بنسټ کې يې د فوکلور ډبرې لګېدلې وي. دوى ځوانو ليکوالو ته سپارښتنه کوي چې که غواړي خپل ادبي ايجاد پر مناسب مقام ودروي، نو هڅه دې وکړي چې د ولس له ذوق څخه الهام واخلي. دغه راز، دوى وايي چې ننني کيسه ليکونکي به په خپل فن کې هغه وخت بريالي وي چې خپله نوې کيسه د شفاهي کيسې په تقليد کې وليکي.
د پښتو شفاهي کيسې د ماهيت او اهميت په اړه عطايي ليکي: ((زموږ په شفاهي ادب کې هره کيسه د يوې هيندارې په شان د ټولنې ټول مناسبات منعکسوي او هره شفاهي کيسه د ټولنې د اجتماعي تکامل د مشخصو مراحلو په پېژندنه کې تر ليکل شوي تاريخ لا هم کره والى لري. علت يې دا دى چې د شفاهي کيسې نامعلوم جوړونکی د ټولنې له کتاب سره اشنا وو، خو نننی افسانه نګار چې جهاني فرهنګ آفاقي کړى دى، نو انفسي غفلت يې د اثر مزه او اغېزه دواړه له منځه وړي دي.))  (١۵)

عطائي وايي چې نننی کيسه ليکونکی کله د انفسي غفلت له خوب څخه رابيدار شو نو د انفسي معرفت په لټه کې بيا دومره بېواکه او کاواکه شو چې عينيت او آفاقيت دواړه يې له ياده ووتل؛ په تخيلاتو کې غرق شو؛ د ګودر غاړې، چينو او چنارونو، کېږديو، اېلبندونو، دملالۍ د پاوليو شرنګا او د توريالي کږو بريتونو د ابتذال ګړنګ ته ورګوزار کړ. ځينې خو لا په دا يوويشتمه پېړۍ کې هم د اله دين څراغ په لاس د پېريانو او ښاپېريو په عالم کې ګرځي. نژدې دى چې هر څه ځنې دړې وړې شي. عطائي ليکي: ((که موږ غواړو چې د يونان اجتماعي تاريخ او د هغه مراحل ځان ته معلوم کړو نو حتى تر هيرودوت هيومر ښه کولى شي چې په خپلو ليريک اشعارو کې د يوې فوکلوري افسانې په شکل د هغې ټولنې تصوير راته وباسي.)) (١۶)

رښتيا هم، د هيومر ايلياډ او اوډيسه نومې کيسې چې منظومه بڼه لري، د يونان لرغونى کلچر په ډېره ښه توګه راپېژندلى شي. دغه کيسې په داسې وخت کې د يونان د خلکو ټولنيز ژوند انځوروي چې تمدن لا څيره نه وه وهلې.

پښتانه ډېرې زياتې ولسي کيسې او نکلونه لري. د بېلګې په توګه د صدرخان خټک نظم کړې کيسه آدم خان درخانۍ يا د محمد ګل خان نوري ملي هنداره يادولی شو.

د- د ماشومانو سندرې او غږونه:
د ماشومانو سندرې او غږونه د پښتو ولسي ادب يا فوکلور يو بل په زړه پورې پاړکى دى. دغه غږونه او سندرې له هغه وخت څخه شروع کېږ ي چې ماشومان د خبرو کولو يا غږيدلو چل زده کوي او په خپلو کې سره ګډې لوبې کوي. دغه سندرې ځينې دوى پخپله ايجادوي او ځينې نورې بيا دوى ته د دوى ميندې، خويندې او دايي ګانې جوړوي. دا زموږ په اجتماعي سلوک او طرز تفکر کې دومره ژورې جرړې لري چې په لوينې حتى د ژوند تر پايه ځنې ځانونه نه شو خلاصولى. پروفيسر محمد نواز طائر ليکي: (( موږ ټول په حقيقت کې د دې ماحول پيداوار يو. دا بيانونه، دا غږونه، دا نعرې او غږونه موږ هم په خپل وخت اوريدلي او زده کړي دي. زموږ په مزاج، زموږ په فکرونو او زموږ په خيالاتو د دې غرق اثر دى. ځکه خو د ژوند په معاملاتو کې هم مونږه د دغې اثر تابع يو.)) (۱۷)

د ماشومانو په غږونو او سندرو کې د ټولو هغو شيانو ذکر وي چې د دوى په چاپېريال کې شته او د دوى له پاره محسوس او مشهود دي. ماشومان د دغو سندرو او غږونو په وسيله له دغو شيانو سره آشنا کېږي. دوى د لوبو په وخت کې دغه سندرې او نارې وايي او په لوبو کې ځنې هغه څه زده کوي چې په دغو غږونو او سندرو کې خوندي دي. ماشومان په دغو غږونو او سندرو کې ځانونه د کرکټرونو او کردارونو په توګه څرګندوي. ځکه دوى دې ته ډېر لېوال وي چې د لويانو او نورو په قالب کې خپلو شخصيتونو ته تبارز ورکړى. څوک پاچا وي؛ څوک پړانګ وي؛ څوک زمرى؛ څوک يو څه او څوک بل څه....

له مخه مو وويل چې د ماشومانو سندرې عموما دوه ډوله دي. يو هغه چې دوى پخپله ايجاد کړي دي او بل هغه چې ميند، خويندو، دايي ګانو او نور د دوى له پاره ويلي دي. دلته به موږ لومړۍ د ماشومانو د هغو سندرو يوه نمونه ولولو چې ميندو، خويندو او نورو دوى ته ليکلې ده او (( اللهو)) يې بولي:

اللهو شه، اللهو     
زما جانه، اللهو
يوه ځرې دې ده مور   
پلار دې نشته دى په کور
نه مې مور شته نه مې خور   
هم صحرا کوم، هم کور
اللهو شه، اللهو  
للې للو، للې للو، للې للو.

ته ويده شه زما ځان   
مور دې شه درنه قربان
ټول کارونه مې دي وران   
شپه او ورځ مې دى په ځان
اللهو شه، اللهو   
للې للو، للې للو، للې للو.

پلار دې تلى دى په جنګ  
ښه تېره توره تر څنګ
سر به ورکاندې په ننګ  
په وطن راغى پرنګ
اللهو شه، اللهو   
للې للو، للې للو، للې للو.

پلار دې تلى په غزا   
دښمنان به کړي فنا
نوم به پرېږدي په دنيا
نن به راشي يا سبا
اللهو شه، اللهو     
للې للو، للې للو، للې للو.

تربوران راته په څو  
ټول وطن شو راته بو
د زړګي نه مې ځي نو   
خداى دې ګډ کړي په دوى لو
اللهو شه، اللهو     
للې للو، للې للو، للې للو. (۱۸)

او اوس به د ماشومانو د سندرو يا غږونو يو بله نمونه ولولو چې دوى په خپله ايجاد کړې ده. ماشومان عموما په خوړونو او سيندونو کې ښکلي ښکلي کاڼې ټولوي او د نذر په توګه يې زيارتونو يا جوماتونو ته وړي. په دې سندره کې همدغه دود خوندي شوى دى.

ورور مې تلى دى پلو ته   
پلي به راته راوړي
پلي به زه غوا له ورکم    
غوا به ما له پۍ راکي
پۍ به زه سيند له ورکم  
سيند به ماله کاڼى راکي
کاڼى به زه خداى له ورکم  
خداى به ماله رور راکي
يه وروره بيدار شه
ستا په لنګى جنګ دى. (۱۹)

لنډه خبره دا ده چې پښتو شفاهي ادبيات يا فوکلور د پښتون قام يو رښتينى او ساده ترجمان دى. که څوک غواړي چې دغه قام وپېژني، خصوصا د ده ټولنيز جوړښت او درک باندې ځان وپوهوي نو د ده عاميانه ادب او فوکلور ته دې مراجعه وکړي. زه باور لرم چې د محترمې سلما شاهين له دې موقف او دريځ سره به هيڅوک هم پوټى اختلاف و نه لري چې وايي: ((هرکله چې موږ د يو قام، يو وطن يا يو ملت د تهذيب او تمدن يعنې د هغوى د خوراک، لباس، طرز فکر، دودونو، دستورونو او نور طرز معاشرت په حقله څه ويل غواړو نو په دغه لړ کې د عام ولس د ژوند نقشه وړاندې کوو او هغه څه بيانوو چې د عوامو د ژوند سره تړلي وي ....))  (٢۰)

مأخذونه او منابع:
(١ )     شاهين، پيغله سلما. د پښتو ټپې معاشرتي او ثقافتي  اثر، پرله پسې ګڼه ٤٢٥،   مخونه ١١- ١٢ مخونه،  پښتو اکيډيمي، پيښور يونيورسټي ، پېښور، ١٩٨٩.
(٢)     عطائي، کانديد اکاډيميسن محمد ابراهيم. پښتو شفاهي داستان، مخ ٣٣، د ساپي د   موقوفاتو اداره، ملت پريس لاهور، ١٣٧٦.
(۳)      د پښتو ټپې معاشرتي او ثقافتي اثر، ١٠ مخ.
(۴)     هېواد مل، سرمحقق زلمى. پښتو ولسي ادبيات، مخ ١٩، د ساپي د موقوفاتو اداره، ملت پريس لاهور، ١٣٧٦.
(۵)     طائر، پروفيسر محمد نواز. پشتو زبان اور ادب ايک مطالعه، پرله پسې ګڼه   ٣٩٦، مخ ٦٥، پښتو اکيډيمي، پيښور يونيورسټي ، پېښور، ١٩٨٨.
(۶)     هېواد مل، سرمحقق زلمى. د پښتو نثر اته سوه کاله ، مخ ٩٥، ملت پرنټرز، لاهور،  ١٣٧٥.
(۷)     پشتو زبان اور ادب ايک مطالعه ، مخ ٥٩.
(۸)     طائر، پروفيسر محمد نواز. روهي ادب، پښتو اکيډيمي، دوه يم چاپ، پرله پسې  ګڼه ٣٧٩، مخ ٦٧، پيښور يونيورسټي، پېښور، ١٩٨٦.
(۹)     خليل، همېش. د پښتو ژبې ادبي ورثه (مقاله)، په سرحدي صوبه ړومبۍ لساني او ثقافتي کانفرانس (د مقالو مجموعه)، پرله پسې ګڼه ٤٠٥، مخ ١٧٤، پښتو اکيډيمي، پيښور يونيورسټي ، پيښور، ١٩٨٦.
(١۰)     روهي ادب، مخ ٦٩.
(١۱)     هېواد مل، سرمحقق زلمى. د عبدالحميد ديوان، پرله پسې ګڼه ...، سريزه، مخ ٦٧، د افغانستان د علومو اکاډيمي، پښتو ټولنه، کابل، ١٣٦٣.
(١۲)     هېواد مل، سرمحقق زلمى. د پښتو ادبياتو تاريخ، مخ ١٧، دانش خپرندويه ټولنه، پيښور، ١٣٧٩.
(١۳)     پښتو شفاهي داستان، مخ ديارلسم.
(١۴)     د پښتو نثر اته سوه کاله، مخونه ١٠٥، ١٠٦.
(١۵)     پښتو شفاهي داستان (سريزه)، مخ څوارلسم.
(١۶)     پښتو شفاهي داستان، مخ ٣٥.
(۱۷)     طائر، پروفيسر محمد نواز. په پښتو کې د ماشومانو سندرې او صوتونه، پر له پسې ګڼه ٤٢٣،
مخ ١٢، پښتو   اکيډمي، يونيورسټي، پېښور، ١٩٨٨.
(۱۸)     پاسنی اثر، مخ ٢٩.
(۱۹)     پاسنی اثر، مخ ۲۴.
(٢۰)     د پښتو ټپې معاشرتي او ثقافتي اثر، مخ ١٥.