Banner

د اجمل تورمان د يوه کتاب مخکتنه

22.08.2006 08:26

((ځنګل او د زړې بيزو کيسه)) د ماشومانو له پاره د اجمل تورمان يو ليکلی کتابګوټی دی چې په دا وروستيو کې د افغانستان د فلم ټولنې خپور کړی دی. د دې کتابګوټي د مخکتنې له پاره پرون د اګسټ پر ٢١مه نېټه مازيګر ٥ بجې نوموړې ټولنې يوه غونډه وربللې وه.

د غونډې ګڼو برخوالو ماشومانو ته د ادبياتو د ايجاد په برخه کې د ښاغلي ليکوال دغه هڅه وستايله او دغه کتابګوټی(ځنګل او د زړې بيزو کيسه) يې د افغاني ماشومانو د ذهني ودې او پرمختيا پر لاره يو ګټور ګام وباله. د يادونې وړ ده چې ښاغلي تورمان تر دې له مخه هم ماشومانو ته يو کتابګوټی ليکلی وو چې (( د ادم خان لالا نکلونه)) نومېده.

په غونډه کې دا هم وويل شول چې ښاغلی تورمان دا وخت د ماشومانو له پاره د ادبياتو پر يوه وېبپاڼه کار کوي چې تقريبا د بشپړېدا په درشل کې ده او ژر به يې پر ليکه کړي.

غونډه ماښام ناوخته پای ته ورسېده.