Banner

دعوت او اجابت

22.08.2006 16:10 د شورويانو او افغانانو د جنګ پر مهال د افغانستان د مجاهدو او مهاجرو ليکوالو د ادبي جرګې د يوې غونډې په پای کی چې د پېښور په اردو ساينس بورډ کې جوړه شوې وه، زموږ يوه زاړه شاعر غلام حضرت سيمسار صاحب استاد پسرلي  ته ست وکړ چې ورسره مېلمه شي. سيمسار صاحب استاد ته وويل چې که څه نه وي، خير دی، په نارې به سره کېني خو  ښې غورې به سره وکړي. استاد ورته کورودانی ووايه او وعده يې وکړه چې په روژه کې به ور سره ولاړ شي!