Banner

مځکه کروي نه ده

09.10.2006 10:46

اجمل اند راته کيسه کوله چې د کندهار په يوه ښوونځي کې د جغرافيې يوه ښوونکي په کوم ټولګي کې درس ورکاوه، ويل يې چې مځکه کروي ده. زده کوونکي د استاد خبره په کور کې کړې وه. د کور يو کس يې طالب وو. طالب له تبرګي سره په هغه ښوونکي پسې ورغلی، ورته ويلي يې وو چې که بيا يې کله مځکه کروي بللې وه نو وا يې پر ځان!
 ما ورته وويل چې په دغه ښوونکي به هم خلک طالب ګرموي؟!
 هغه زما رايه وغوښته؟
 ما ورته وويل چې وروستيو څېړنو مځکه بيضوي ښودلې ده. بيضوي او کروي کافي توپير سره لري. څوک چې په دغه توپير ځان نه پوهوي، د علم خلاف کا. او چې د علم خلاف کا نو د جهل سوټي به خوري نو!