Banner

انا لله و انا اليه راجعون.

06.07.2009 13:18

همدا اوس د ټول افغان له لارې خبر شوم چې د ښاغلي شاعر، ليکوال او ژورنالسټ عنايت ساپي پلار وفات شوی دی. ډېر زيات خواشينی شوم. خو عنايت ساپی ښه پوهېږي چې مرګ حق دی او حق باندې يقين لرل زموږ د ايمان برخه ده. زه باور لرم چې دی به دې لوی غم او ماتم ته لکه غر ولاړ وي. الله تعالی دې د متوفی مغفرت نصيب کړي او کورنۍ او دوستانو ته يې دې د زړه صبر او استقامت. 

نورالحبيب نثار