Banner

غزل

06.11.2006 09:44

رنګينۍ ورکړې، پروردګاره، زما سندرې، زما غزل ته
دا چې يې کاږم، د چا په سترګو، ډالۍ کوم يې، د چا اوربل ته

چې د رنګينو، نغښتيو رازونو، چېرته يوازې، په نظاره شم
حيرت مې يوسي، د حسن خدايه، د رنګ و بو دې، خپلو کې حل ته

دا چې په ډکه، خوله راته خاندي، چا به رويا کې، وي تخنولې
برېښنا خو نه ده، چې هوسېږي، تشې پړکا ته، هسې يو ځل ته

ځولۍ د نياز يې، لا له لاسونو، پرېوتې نه ده، ان له ماښامه
څه دې راوړي، د سبا باده، ړانده د مينې، د حسن شل ته

چې ستا پر چم يې، کوشېر ونه موند، نو راته وايه، خيالي اوربله
دا پړوکې پړوکې، زړګی به وړمه، د چا جونګړې، د چا محل ته

هره مسره مې، ورته لوګی شه، هر يو آهنګ مې ترې سپېلنی شه
که يې رښتيا هم، څه لاره وکړه، د سنګدلانو، د زړونو تل ته.

پر ناموس ننګ دی، پر وطن جنګ دی، د تورو شرنګ دی، وخت د غورځنګ دی
خېژي بېباکه، ګردلې خېژي، دانګه نثاره، د پت مورچل ته.