Banner

تريخ خوب

15.11.2006 06:59 د سپوږمۍ زاڼه غاړې وهي
په کوټه کې مې ورېځ ژاړي.
د پښېمانۍ د سترګو ګلونه غوړېږي.
د پنجرې په تابوت کې مې د مشرق وجود نغاړل کېږي
د مغرب ځنکدن دی، مري.
د کوټې په تالاو کې مې
کمه کمه
د لمر نارنجي ګيا راټوکېږي
ويښ يم
په خوب کې مې د ماتې څانګې سيوري
ونه پوهېدم، ورو ويده کړم.
دا دی اوس
د سپوږمۍ د زاڼې سرود اورم
او د پښېمانۍ د سترګو ګلونه رژوم.