Banner

زما د سرو زرو بنګاله!

16.11.2006 09:09

زما د سرو زرو بنګاله، زه له تا سره مينه کوم
ستا اسمانونه او هواګانې زما زړه، لکه دا چې يوه شپېلۍ وي، په ترنم راولي.

وا زما مورې، په څوړمني کې ستا د امونو د ځنګلونو ښايسته شمال ما له ډېرې مستۍ لېونى کوي-
واه، څه ښه يو هيجان دى دا!

وا زما مورې، په مني کې، د شولو په پوره ګل شويو کروندو کې، ما هره خوا خوږې خنداګانې لېدې چې خپرېدلې!
واه، څه ښه يوه ښکلا، څه ښه سيوري، څه ښه يوه لېوالتيا، او څه ښه يو لطافت!

تا د بنګالي انځرو تر ونو بوټيو لاندې او د سيندونو پر غاړو څه ښه فرش غوړولى!

وا زما مورې، ستا د خولې خبرې پر ما داسې لګېږي لکه شات!
واه، څه ښه يو هيجان دى دا!

وا زما مورې، که خفګان ستا پر مخ د تيارې يوه لړه خپره کړي، زما سترګې له اوښکو ډکېږي!