Banner

د استاد سعد الدين شپون او استاد دروېش دراني د نمانځنې د دوه ورځنۍ غونډې په مناسبت له چاپه تازه راوتي کتابونه

21.11.2006 12:46

د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالستانو خپلواکې ټولنې او دانش خپرندويې ټولنې، د استاد سعد الدين شپون او استاد دروېش دراني د نمانځنې د دوه ورځنۍ غونډې په مناسبت چې د روان ميلادي کال د نومبر پر ١٨مه او ١٩مه نېټه د ننګرهار په مرکز، جلال آباد، کې د قبايلو د رياست په تالار کې وشوه، ١٣ عنوانه کتابونه چې تازه يې چاپ کړي، د غونډې پر برخوالو ووېشل. کتابونه دا دي:

١.     شين خالۍ پيدا شوه:
د استاد سعد الدين شپون دوه يمه شعري ټولګه ده. خو استاد يې د سريزې په ځای کې ليکلي دي چې دا يې اصلا لومړنۍ ټولګه ده. ١٣١ مخونه لري. د شاعر د ځوانۍ د شپو ورځو شعرونه په کې راغلي دي. د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالستانو خپلواکې ټولنې خپره کړې ده. د يادونې وړ ده چې د دې مجموعې ځينې شعرونه د استاد په لومړۍ چاپ شوې ټولګه، ((پرخه په ترخه))، کې هم راغلي دي؛ لکه: درقد مه هېروئ!، ګاونډي ته، ....

٢.     قامتونه قيامتونه:
د ښاغلي صاحب شاه صابر څوومه شعري ټولګه ده. ١٨٦ مخونه لري. زياتره په کې د شاعر غزلونه او آزاد شعرونه را غلي دي. دانش خپرندويې ټولنې له پیښوره خپره کړې ده.

٣.     په درانه خوب ويده نجلۍ:
دا د ښاغلي نذير احمد نذير شعري ټولګه ده. ٥٨ مخونه لري. زياتره په کې غزل او آزاد شعرونه راغلي دي. د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالستانو خپلواکې ټولنې خپره کړې ده. سريزه ورباندې ښاغلي صديق الله بدر ليکلې ده.

٤.     پسې ور جګ کړه سره لاسونه:
د سروکيو ټولګه ده. د ښاغلي لال پاچا آزمون په زيار برابره شوې ده. ١١٢ مخه لري. په سر کې يې پخپله آزمون په ١٧ مخونو کې د سروکيو د پيدايښت، جوړښت او ارزښت په اړه په زړه پورې معلومات ورکړي دي. د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالستانو خپلواکې ټولنې خپره کړې ده.

٥.     عملي ژورناليزم:
د ايراني ليکوال سيد هارون نجفي اثر دی. ښاغلي ببرک مياخېل پښتو کړی او ښاغلي ناګار ورباندې سريزه کښلې ده. ١١٣ مخه لري. د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالستانو خپلواکې ټولنې خپور کړی دی.

٦.     ته وايه ښه:
د ولسي نکلونو ټولګه ده چې. ښاغلي لال پاچا آزمون راټول کړي دي. په سريزه کې يې د پښتو د ګړني ادب د دغې ارزښتمنې پانګې په اړه معلومات ورکړی شوي دي. ١٩٩ مخه لري. د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالستانو خپلواکې ټولنې خپره کړې ده.

٧.     دلته رڼا کې خلک ژوند نه کوي:
د ښاغلي سرحدي ځواک لومړنۍ شعري ټولګه ده چې زياتره په کې غزل او ورسره ورسره يو نيم آزاد شعر راغلی دی. ١٤٨ مخه لري. سريزه ورباندې ښاغلي ناګار ليکلې ده او خپره کړې د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالستانو خپلواکې ټولنې ده.

٨.     د ژورناليزم مطالعه:
د ژورناليزم د علم او اصولو په اړه د پاکستاني ليکوال اېس اېم شاهد اثر دی. ښاغلي امير جان وحيد احمدزي پښتو کړی دی.  ٣٦٠ مخه لري. مګر نه ده معلومه چې له انګرېزي يې ژباړلی، که له اردو. د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالستانو خپلواکې ټولنې خپور کړی دی.

٩.     ستا د مخ په آيينه کې:
د ښاغلي بشير احمد پرهر لومړۍ شعري ټولګه ده چې له ډېره وخته يې د چاپ لاره څارله. ١٢٧ مخه لري. زياتره غزل او آزاد شعرونه دي. د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالستانو خپلواکې ټولنې د ښاغلي عبد الله څار له سريزې سره خپره کړې ده.

١٠.   زموږ د کلي لارې:
د ښاغلي ملوک رغون د غزلو او آزادو شعرونو لومړنۍ شعري ټولګه ده. د ښاغلي آزمون له ٧ مخه سريزې سره ٤٧ مخه لري. د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالستانو خپلواکې ټولنې خپره کړې ده.

١١.   تته کړيکه:
د ښاغلي صديق الله بدر د ١١ لنډو کيسو ټولګه ده. ٩٠ مخونه لري. د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالستانو خپلواکې ټولنې خپره کړې ده.

١٢.   خبر:
د ډاکټر شکرخوا اثر دی. ښاغلي محمد آصف شينواري پښتو کړی دی. دغه کتاب ١٣ څپرکي لري. په ١١٩ مخونو کې چاپ شوی دی. د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالستانو خپلواکې ټولنې خپور کړی دی. د خپرندويې ټولنې له يادښته ښکاري چې ليکوال يې ايرانی دی.

١٣.   پر اروايي ستونزو بری:
د ښاغلي محمد شفيق حقپال تأليف دی. ليکوال راښيي چې خپلې اندېښنې، وېرې او غمونه له ځانونو څنګه لرې کولی شو؟. کتاب دانش خپرندويې ټولنې د ښاغلي محمد انور وليد له يو څو خبرو سره له پېښوره خپور کړی. ټول ١٢٢ مخه دی.