Banner

استاد شپون او استاد دراني ته د ادب په مقتضی د شرف پګړۍ ور په سر کړی شوې

22.11.2006 12:11 د ننګرهار په مرکز، جلال آباد کې د روان کال د نومبر پر ١٨مه او ١٩مه نېټه د پښتو ژبې او ادب د دوو غټو سټو استاد سعد الدين شپون او استاد دروېش دراني د نمانځنې غونډه په ډېر شان او شوکت تر سره شوه. دغه غونډه د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالستانو د خپلواکې ټولنې په نوښت جوړه شوې وه.
د اټکل له مخې په دغه غونډه کې شاوخوا ٥٠٠ تنانو ګډون کړی وو. له کوټې او پېښور څخه هم ورته پښتانه ليکوال، شاعران او مينه وال راغلي وو. د يادونې وړ ده چې د غونډې برخوالو کې تقريبا نيم په نيمه مېرمنې او نجونې وې.
د غونډې لومړۍ ورځ استاد شپون او دوه يمه استاد دراني ته ځانګړې شوې وه.
غونډې ته د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالستانو د خپلواکې ټولنې د مشر لال پاچا آزمون تر پرانستونې وينا وروسته لومړی استاد شپون او استاد دراني ته د ادب په مقتضی د شرف پګړۍ ور په سر کړی شوې. بيا دواړو ښاغليو ته، په ترتيب سره، د استاد الفت او حمزه بابا مډالونه ورکړی شول. ورپسې د ولسمشر حامد کرزي او د اطلاعاتو، فرهنګ او ځوانانو د وزير کريم خرم پيغامونه ولوستل شول. د يادونې وړ ده چې غونډې ته د ګڼو ادبي او فرهنګي ټولنو لوري هم پيغامونه رارسېدلي وو.
غونډې ته د ننګرهار والي ښاغلي ګل آغا شيرزي، مستوفي او مرستيال والي سرمحقق علم اسحق زي او د دغه ولايت د اطلاعاتو، فرهنګ او ځوانانو رئيس اورنګ صميم هم خبرې وکړې. د غونډې سمبالګرو وويل چې ځينو چارواکيو او سوداګرو ورسره د غونډې په ترتيب او تنظيم کې مرسته کړې ده. په تېره بيا ښاغلی شيرزی يې د هغه د هر ډول همکارۍ له کبله وستايه. غونډې ته د کابل والي حاجي دين محمد هم راغلی وو. هغه هم په خپل وار غونډې ته وينا وکړه.
ورپسې ښاغليو حبيب الله رفيع، همېش خليل، ډاکټر طارق رشاد، سليم راز، اسد الله غضنفر، زرين انځور، رحمت شاه سائل، عصمت قانع، صادق ژړک، محمد اسماعيل يون، نجيب الله منلي، آرين يون،   ... او نورالحبيب نثار مقالې ولوستې \ ويناګانې وکړې. د يادونې وړ ده چې د ويناوالو په منځ منځ کې به د بېلابېلو ښوونځيو د نجونو او هلکانو د ترانو ډلو ملي او وطني ترانې ويلې. پر دې سربېره، غونډې ته د ننګرهار د پوهنې رياست، په تېره بيا د آلايي ليسې څارندويانو انتظامي همکارۍ ځانګړی رونق ورکړی وو.
ناويلې دې نه پاته نه وي چې په دغه غونډه کې د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالستانو خپلواکې ټولنې او دانش خپرندويې ټولنې د هغو ١٣ عنوانه کتابونو کڅوړې هم پر برخوالو ووېشلې چې د استاد سعد الدين شپون او استاد دروېش دراني د نمانځنې د غونډې په مناسبت يې تازه چاپ کړي وه.
دغه غونډه د نومبر پر ١٩ نېټه يوه بجه د يوه پرېکړه ليک په لوستلو سره آخر ته ورسېده.