Banner

د رڼا څلی

28.11.2006 12:07

شوې بې نيازه، زياتي غم پر تا غرض نه لري
ولاړې، باچا شولې، ستم پر تا غرض نه لري

د ژوند پر ټولو حوادثو دې خوا يخه کړله
نوره نزاع وي که سلم، پر تا غرض نه لري

د دنياګۍ ورانې ويجاړې دې اوس سر ټکوي
په ړنګو مېنو دې ماتم، پر تا غرض نه لري

شاعره، ستا رنګين خيال نور له لمبو نه وووت
نور دې اورونو کې قلم پر تا غرض نه لري

تا به مدام موږ ته د رنګ و نور کيسې کولې
د رڼا څلی شوې تورتم پر تا غرض نه لري.